سورة المائدة
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سورة المائدة د تلاوت او مصحف د ترتيب په اعتبار د قران کريم پنځم سورة دئ. دا مبارک سورة تر هجرت وروسته، يعني په مدينه منوره کي نازل سوی دئ.
سورة المائدة ۱۲۰ آيتونه او ۱۶ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۱۱۲ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: ( إِذْ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ يَـٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۖ قَالَ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ)
ژباړه: او کله چي د عيسی ابن مريم حواريون (يعني پيروانو ئې) ور ته وويل: ايا ستا رب به موږ ته د اسمان څخه سترخان (يعني غذا او ډوډۍ) را واستوي، (عيسی عليه السلام) ور ته وويل د الله تعالی تقوا اختيار کئ که تاسو مؤمينان ياست.
مائده؛ يعني سترخوان، د ډوډی خوړولو دسترخوان.
په دې سورة کي تر بل هر سورة د (يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓ) اې هغه کسانو چي ايمان مو راوړی دئ. خطاب ډېر کارول سوی دئ.
په سورة المائدة کي لاندني موضوعاتو ته اشاره سوې ده
۱- د حلال او حرام غذا (يعني طعام) تر منځ تفکيک او واضح کول؛
۲- د اهل کتاب د لاس خورک او د ښځو سره ئې د نکاح کولو بيان؛
۳- بني اسرائيل د څلويښت ۴۰ کالو له پاره د ارض الموعده (يعني د وعده سوي مځکي) څخه بند سوه؛
۴- د حضرت آدم عليه السلام د زامنو قصه چي قابيل هابيل قتل کی؛
۵- د غله له پاره د سزا حکم؛
۶- د غسل، اودس او تيمم بيان؛
۷- لمونځ اداء کول او زکات ورکول پر يهودانو او عيسويانو هم دغسي فرض ول؛
۸- يهودانو او عيسويانو ته د اسلام د دين دعوت؛
۹- هغه څوک چي د الله عزوجل د اوامرو مطابق فیصلې نه کوي، هغه کافران، ظالمان او تر حد تېرېدونکي دي؛
۱۰- شراب او خمار (قمار) مطلق حرام دي؛
۱۱- د حضرت عيسی عليه السلام معجزې او د ده مبارک دعا چي الله تعالی د ده و حوارين ته د جنت څخه مائدة (د غذاء ډک سترخوان) راواستوي.
www.taleemulislam.net