منفي فکره او بدبين مه جوړیږه!
لیکوال :مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هيڅ وخت د ځانه څخه بدبين او منفي ګرا انسان مه جوړوه! د هر چا ښه کار ته د ښه په سترګه ګوره او بد کار ته يې د بد په سترګه ګوره ښه کار يې تأييدوه او بد کار يې ردوه.
بدبين او منفي فکر انسانان تل بل ډول فکر کوي، هغه هرشي ته د شک په سترګه ګوري او پر هرچا بد ګمان کوي.
هيڅ وخت د منفي فکر انسان سره مشوره مکوه! ځکه منفي فکر انسان تاته منفي چارچ درکوي، ستا په وجود کي د فعليت فعاله ماده وژني او د ناتوانۍ احساس درته پيدا کوي.
د منفي فکر انسان سره ملګرتيا مکوه ترڅو بې تصميمه، بې ارادې او بې فکره درڅخه جوړ نسي.
هیڅ کار د خپل توان څخه بهر مه بوله که دي وکړو هدف ته ورسېدلې او که دی ونکړو تجربه دي حاصله کړه.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net