د شرعي حدودو د نفاذ مخنیوی کول (الحدیث).
رسول اقدس صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
مَنْ حَالَتْ شَفَاعَتُهُ دُونَ حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللَّهِ فَقَدْ ضَادَّ اللَّهَ. (رواه ابوداؤد)
ژباړه: د کوم شخص سپارښتنه چي د الله په حدودو کي د یوه حد ترمنځ خنډ وګرځي نو هغه د الله سره ضد وکړی.
(یعني که یې په شپارښتنه سره یو حاکم د شرعي حد د نفاذ څخه راوګرځوی نو هغه د الله تعالی سره ضد وکړی.)