د بزرګانو نقل دی چي د دوست لفظ له څلورو حرفو څخه جوړ شوی دی چي تفصیل يې دا دی:
له " د " څخه د درد مطلب دی یعني هغوی په خپل منځ کي خپل درد سره شریکوي.
له " و " څخه وفا یعني د هغوی په خپل منځ کي داسي وفا وي چي تر ټول عمر پوري هغه ساتي.
له " س " څخه رښتیا یعني له یو بل سره د رښتیا معامله کوي.
له " ت" څخه تابعداري یعني یو د بل خبري منلو ته تیار وي. (پاشلي ملغلري)
د حدیث شریف مفهوم دی چي د قیامت په ورځ به ۷ کسان د عرش تر سایې لاندي په استراحت ناست وي، په دې کي دوه هغه کسان دي چي د الله پاک د رضا د پاره یو د بل سره محبت او ملاقات کوي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه