تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سرمايه داري یا پانګوال نظام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 17, 2022
  0
سرمايه داري نظام
راټولوونکی: زاهد الله زاهد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
سرمايه داري نظام داسي يو سستم دی چي په هغي کي توليدي وسايل لکه ځمکه ، فابريکي ، تصدی ، دوکانونه ، کاروباري ادارې ، او نو ر توليدي سامان الات د خلکو فردي ملکيت دی او اشخاص کوښښ کوي چي توليدي وسايل د زياتو ګټو د لاسته راوړلو لپاره استعمال کړي او ددې اختيار لري چي د نوري پانګي د لاسته راوړلو لپاره د خپلو وسايلو څخه استفاده وکړي.
 
پدغه سستم کي د عرضې او تقاضا قوه په ازاده توګه په کار وړل کيږي او د اقتصادي اساسي مسايلو لکه څه توليد سي ؟ د چا لپاره توليد سي؟ کله توليد سي او توليد د مؤلدينو ترمنځ څرنګه وويشل سي؟
 
په سرمايه داري نظام کي دغه مسائل د قيمتونو د مکانيزم په واسطه حل کيږي يعني پدي اقتصادي نظام کي د عرضې او تقاضايو ځای والی د قيمتونو نظام تعينوي د هر شي قيمت په مارکيټ کي د عرضي او تقاضا په واسطه په ازادانه ډول ټاکل کيږي او دولت په اقتصادي چارو کي مداخله نه کوي د مولدينو رقابت په نتيجه کي د اجناسو قيمتونه ټيټيږي او په ښه کيفيت سره اجناس بازار ته عرضه کيږي .
 
کولاي سو سرمايه داري نظام په لاندي ډول تعريف کړو :
سرمايه داري نظام دداسي يو سستم څخه عبارت دی چي هغه په شخصي ملکيت باندي ولاړوي او پدي سستم کي توليدي وسايل او اقتصادي فعاليتونه د شخصي ګټي لاسته راوړلو لپاره په کاروړل کيږي په ننني وخت کي په امريکا، غربي اروپا او د اسيا په زياترو هيوادونو کي دا سستم مروج دی.
 
د سرمايه داري نظام ځانګړتياوي 
 
د سرمايه داري نظام ځيني مهمي ځانګړتياوي په لاندي ډول دي:
 
الف : شخصي ملکيت:-  په سرمانه داري نطام کي ډيرمهم شي دخلکو خصوصي ملکيت دي پدي نظام کي مختلف وسايل لکه ځمکه ، فابريکي ، باغونه ، بانکونه ، کورونه ، سرمايه ، صنعتي او تجارتي ادارې د خلکو په خصوصي ملکيت کي وي او هغوی په خپله خوښه د گټي د لاسته راوړلو لپاره د وسايلو قانوني حق لري او کولي سي چي ملکيت په کلي يا قسمي توګه ورثؤ ته انتقال کړي .
 
ب : د کار د انتخاب ازادي : سرمايه داري نظام هر شخص ته د کاروبار د ازادی حق ورکوي او هر شخص پخپله خوښه د خپل استعداد او اقتصادي حالت مطابق کاروبار اختيارولي سي او خپلي ګټي په خاطر هر کار چي ئي زړه وي انتخابولي سي لکه صنعت ، زراعت ، تجارت او داسي نور.
 
البته د کاروبار ازادي تر هغي وخت پوري ممکنه وي تر څو چي هغوي د قوانينو پابندي وي که چيري مولدين مضر اشياء توليد کړي نو قانوناً د هغوی د کاروبار ازادي سلب کيږي . (خو دا نسبت د هیوادو قوانینو ته توپیر کوي)
 
ج : د اقتصادي فعاليتو نو اصلي هدف د ګټي لاسته راوړل دي
 
د سرمايه داري نظام ښيګڼې
 
په سرمايه داري نظام کي يوڅه ښه والي سته چي په لنډ ډول داسي دي مثلاً:
 
• تولید کونکی هر ډول اجناس په هر څومره اندازه تولید کولای سي
• دا یو خودکاره نظام دی، ددې د چلولو لپاره حکومت او مرکز ته ضرورت نسته
• په دې نظام کي نوي تکنالوژي او اختراعات رامنځ ته کیږي
• چارو کي د دولت عدم مداخله
• د پانګي اچوني زياتوالي
 
 
د سرمايه داري نظام نيمگړتياوي 
 
په سرمايه داري نظام کي ډيري نمګړتياوي موجودي دي چي موږ يي ځيني په لاندي ډول ذکر کوؤ:
 
١ : سرمائي ته د انسان په نسبت فوقيت ورکول :
 
پدي نظام کي خصوصي ملکيت او سرمايه مرکزي حيثيت لري سرمايه داره طبقه خپله شتمني  جايداد ، تصدي او تجارتي فعاليتونه ، ګټو ته په انساني ګټو او کراماتو ترجيح ورکوي سرمايه داره طبقه يوازي هغه کار کوي چي زياته ګټه لاسته راوړي او خپله سرمايه محفوظه وساتي که څه هم انساني حقوق تر پښو لاندي سي پداسي اقتصادي فعاليتونو لاس نه پوري کوي چي د ټولني سوکالي په کي موجوده وي بلکه هدف يي يوازي د خپلي ګټي لاسته راوړل وي.
 
٢ : په اشتهارتو باندي بيځايه مصارف :
 
پدي نظام کي لوی نقصان دا دی چي مولدين د خپلو اجناسو د خرڅلاؤ د ترويج لپاره په اعلاناتو لاس پوري کوي او دغه ټول مصارف د اجناسو په قيمتونو باندي اچول کيږي او د مستهلکينو څخه اخستل کيږي دغه اعلانات ټولني ته هيڅ گټه نلري او په زياته اندازه ملي شتمني ضايع کيږي چي باالاخره ټولنه زيانمنه کيږي .
 
٣: توليدي وسايل په محدودو لاسونو کي غورزيدل : 
 
سرمايه داري نظام ټولنيزي گټي په نظر کي نه نيسي بلکه دا د يو داسي ځانګړي طبقي ترڅنګ دريږي چي د توليدي ټول وسايل په لاس کي ولري چي دغه طبقه له يوي خوا خپلي پانګي اچوني ته پراختيا ورکوي او د بلي خوا واړه واړه توليدونکي او سوداګران د اقتصادي فعاليت له ميدان څخه باسي او پدي توګه مارکيټ تر خپل کنټرول لاندي راولي او په نتيجه کي په احتکار لاس پوري کوي چي دا کار په حقيقت کي د ټولني په ضرر تماميږي او پانګه يوازي په څو لاسونو کي غورزيږي . 
 
٤: د مزد ټاکل : 
 
په پانګوالي نظام کي د مزد (معاش) په ټاکنه کي انساني عاطفه او زړه سوي نه وي او په کارګر هم د عرضې او تقاضا قانون جاري کيږي او د کار مزد د مولد لخوا پخپله خوښه ټاکل کيږي .
 
٥ : اقتصادي بُحران : 
 
په پانګوال نظام کي صنعت فابريکي ، تصدي شرکتونه د پانګوالی په خصوصي ملکيت کي وي همدارنګه مولدين دداسي اجناسو په توليد کي سيالي کوي چي د خلکو مخه ورته زياته وي او د اجناسو د توليد لپاره کوم منظم پلان نه لري پدي وجه د اجناسو عرضه د تقاضا په نسبت زياتيږي او مولدين د اجناسو په ذخيره کولو لاس پوري کوي کله چي کالي ذخيره سول د کاليو قيمتونه کميږي او مولدين توليد کموي او په نتيجه کي بيکاري رامنځته کيږي او اقتصادي بُحران رامنځته کيږي او اقتصادي استحکام له منځه ځي .
 
 
٦: د ګټي او عايد غيرعادلانه ويش :
 
 سرمايه داري نظام د دولت د غيرعادلانه ويش سبب گرځي يعني دولت د محدودو پانګوالو په لاس کي وي او هغوی په صنعت ، فابريکو ، تصديو او پانګه قابض وي. غريب استثمار وي او کارګران په کم مزد کارکولو ته مجبوروي پانګوال د خپلي پانګي په کار اچولو سره نور زيات دولت لاسته راوړي او کارګران د کم مزد په حاصلولو سره نور هم غريب کيږي او د دولت په غير عادلانه ويش سره د ټولني سکون له منځه ځي .
 
٧ : توليدي وسايلو بيځايه استعمال : 
 
په سرمايه داري نظام کي د توليدي عوامل په مناسبه توګه نه استعماليږي ځکه چي مولدين په عمومي توګه هغه اجناس توليدوي چي زياته ګټه ولري او له همدي امله د سرمايه داري طبقي د خواهشاتو مطابق شيان لکه د عيش او عشرت سامان الات توليدوي مګر د غريبى طبقي د ضرورت وړ شيانو توليد ټيت ساتي.
 
پداسي حال کي چي که د سرمايه داري طبقي لپاره د عيش او عشرت د شيانو د توليد پر ځاي د غريبي طبقي لپاره د ضرورت وړ شيان توليد سي نو په مجموعي ډول به په گرده ټولنه کي د توليد د عواملو څخه زياته استفاده وسي ځکه د عيش او عشرت د پوره کولو پر ځای د ژوند د اساسي ضرورتونو پوره کول زيات مفاد او تسکين حاصلوي مګر پدې نظام کي د توليد عوامل د ضروري اهدافو پر ځای د بې ضرورته مقاصدو لپاره استعماليږي.
 
٨ : فردي ازادي وهمي بڼه لري :
 
په سرمايه داري نظام کي فردي ازادي وهمي بڼه لري نه حقيقي. د بيلګي په ډول يو کارګر د خپل کار په انتخاپ کي ازادي نلري ځکه ده ته په مناسب مزد کار نه پيداکيږي چي پدي صورت کي کارګر مجبوراً په لږ مزد سره کار کوي .
 
ورپسې لیکنه:
سوسيالستي اقتصادي نظام
مختلط اقتصادي نظام
 
 
----------------------------
د اسلام اقتصادي نظام مسلمانه کړم
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته