تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨۸۵)
نوم: ذبیح الله
سوال : آیا په کمپیوټر کي د قران کریم تلاوت جائز دی که نه، که په دې اړه معلومات راکړئ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
کوم آلات چي د لهو لعب لپاره جوړ سوي دي د هغو په وسیله قرانکریم اورېدل یا ویل ناجایز دي. او کوم آلات چي عام جوړ سویدي لکه راډیو، او کمپیوټر د هغوی په وسيله قرآن مجید او تفسیر ویل او اوریدل جائز دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): جواهر الفقه: ج۷، ص۴۵۰.
وَمِنْ حُرْمَةِ الْقُرْآنِ أَنْ لَا يُقْرَأَ فِي الْأَسْوَاقِ ، وَفِي مَوْضِعِ اللَّغْوِ كَذَا فِي الْقُنْيَةِ. وفیه قبل ذالک: وَقَدْ يَأْثَمُ بِهِ إذَا فَعَلَهُ فِي مَجْلِسِ الْفِسْقِ وَهُوَ يَعْلَمُهُ لِمَا فِيهِ مِنْ الِاسْتِهْزَاءِ وَالْمُخَالَفَةِ لِمُوجِبِهِ. جواهر الفقه بحواله عالمګیري: ج۷، ص۴۵۱
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح:مولورفيع الله ارغندابى و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيدعبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان