رسول الله ﷺ فرمایلي دي: ژباړه: د صالحو اعمالو لپاره تلوار وکړئ (ددې ترمخه چي هغه) فتنې ښکاره سي چي د توري شپې د ټوټو په ډول به وي (ددې فتنو اثر به دا وي چي) سړی به سهار د ایمان په حالت کي پورته کیږي او ماښام به کافر کیږي او ماښام به مؤمن وي او سهار به د کفر په حالت کي پورته کیږي. خپل دین به د دنیا د لږ متاع په بدله کي خرڅوي. (رواه مسلم)