تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تعلیم الاسلام راډيو د مبارکۍ پیغام!
  تعلیم الاسلام
  June 26, 2014
  0

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د تعليم الاسلام راډيو د ويب پاڼي محترمو کتونکو هر چيري ياست الله تعالی مو روغ او خوشحاله لره! 
 
د تعلیم الاسلام راډيو اداره خپلو ټولو محترمو مؤمنانو ورڼو او خوندو ته د نيکمرغې روژې د رارسېدو مبارکي وايې. الله جل جلاله دې دا د مغفرت او رحمته ډکه مياشت پر موږ او ټولو نړېوالو مؤمنانو يوه داسي ستره انقلابي مياشت وګرځوي چي له برکته يې اسلامي امت پخوانی اسلامي اخوت، سوکالي او شان او شوکت لاس ته راړوي. آمين
 
 د یادوني وړ ده چي تعلیم الاسلام راډيو د تل په څېر په دې مبارکه میاشت کي د روژې په اړه مختلفي اسلامي خپروني ترتیب کړي دي، هیله ده چي خپله اسلامي اړتیا په پوره کړو
 
. د روژې د مبارکي میاشتي د ځانګړو خپرونو نوملړ په لاندي ډول دی:
 
د روژې استقبال
د کوثر چینه
مزاج او علاج
روغتیا ته بلنه
د رژوې حکمتونه
بریاوي او نوښتونه
د بنده ګۍ راز
د روژې فضایل
د ایمان رڼا
د رمضان تحفه
رمضان قد اهلا (عربي خپرونه)
نوې ترانې، اذکار او پيغامونه
 
ان شاءالله ددې ځانګړو خپرونو مهال ویش او تفصیل به وروسته پر لیکه سي.
 
همدارنګه کولای سی د پلټني په ځای کي (چپه طرف پورته) د روژې د مختلفو درسونو، فتواوو، بیانونو او لیکونو د لاس ته راوړولو لپاره داسي الفاظ په جلا جلا واري سره ولیکی:روژ، روژه، روژې، روژو

 په درنښت
اداره 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته