بسم الله الرحمن الرحیم
د تعلیم الاسلام راډيو د جلال اباد په څانګه کي د علماوو غونډه
د ۱۳۹۳ کال د جدي د میاشتي پر ۱ نېټه د تعلیم الاسلام راډيو د ننګرهار په څانګه کي د تعلیم الاسلام راډیو د رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله او د ننګرهار ولایت د مشهور علماء کرامو ترمنځ غونډه سوه. په غونډي کي د علماء کرامو لخوا د تعلیم الاسلام راډيو پر ارزښت او همکارۍ او د غربي رسنیو پر زیانونو او د امت ترمنځ د اختلافاتو د مخنیوي په اړه خپلي ارزښتمني ویناوي وکړې.