یو صحرايي د جمعې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حاضر سو او ويي ویل: (د قحطۍ څخه) حیوانات هلک سول، اهل وعیال او ټول خلګ مړه کیږي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لاسونه د دعا لپاره پورته کړل او خلګو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لاسونه پورته کړل (په ګډه يې دعا وکړل او دعا سمدستي قبوله سول). رواه البخاري