تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حقیقي محبت (ریښتني مینه)
 
  November 30, 2015
  0

 حقیقي محبت (ریښتني مینه)

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په نړی کي ډول ډول محبتونه سته څوک د یوه شي خو بل څوک بیا د بل شي محبت کوي مګر ډیر لږ کسان بیا د یوه حقیقي محبت تر شا ولاړ دي او ورسره مینه کوي. همدا محبت دی چي له انسان څخه کوڼ او ړنود جوړوي، د الله ئ د عبادت او د رسول ﷺ له لاري څخه یی بلي لوري ته کشوي. 
 
زموږ په نزد حقیقي محبت هغه دی چي د رسول ﷺ لار په موندل کیږي او د یو حقیقي خالق رضا او خوښي په کښي لټول کیږي بس هغه زمونږ لپاره مینه او محبت دی. 
دا چي حقیقي محبت څه شي دی په کتابونو کي یي لیستونه لیستونه موندلای سو خو موږ به دلته یوازي له یو څو څخه بحث وکړو.
 
د الله ﷻ سره محبت: له خپل خالق سره په مینه کولو کي یو علیحده خوند او کیف پروت دی. هغه کیف او خوند چي احساس یي یوازي پاک زړونه او د حق د لاري پلویان کولای سي. کچیري موږ د الله ﷻ سره مینه ولرو نو بي له شکه چي الله به هم له موږ سره مینه کوي، رحم به راباندي کوي او سمي لاري ته به مو نیغوي. حتا کچیري ته له نورو سره د الله جل جلاله  لپاره مینه وکړي او هغو ته خپله مینه په ‌‌ډاګه کړي، نو خلک به هم مینه درسره وکړي ځکه رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: 
لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا وَلاَ تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا. رواه مسلم
ژباړه: جنت ته تر هغه وخته نه سئ داخلېدلای تر څو چي مؤمنان نه سئ او تر هغه وخته مؤمنان نه سئ جوړېدلای چي يو له بل سره محبت و نه کړئ.
زموږ رب له موږ سره محبت کوي نو بیا ولي موږ هم له خپل رب سره محبت و نه کړو رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنده سره د الله ﷻ د میني په هکله فرمایي: إِذَا أَحَبَّ اللَّهُ عَبْدًا حَمَاهُ الدُّنْيَا كَمَا يَظَلُّ أَحَدُكُمْ يَحْمِى سَقِيمَهُ الْمَاءَ. رواه الترمذي
ژباړه: کله چي الله د یوه بنده سره محبت کوي نو د دنیا څخه هغه ته داسي پرهېز ورکوي لکه څنګه چي په تاسو کي یو څوک خپل مریض ته د اوبو څخه پرهېز ورکوي (د داسي دنیا څخه يې ساتي چي هغه دین او آخرت ته زیان رسوي). 
 
د رسول ﷺ سره محبت: د رسول ﷺ سره مینه زموږ د ایمان یوه برخه ده، نو ځکه باید تر هرچا زیات له نازولي پیغمبر سره مینه وسي، هغه همیشه یاد وساتل سي او پر هر قدم یي پښه کښیښودل سي.
 
د صحابه کرامو د کامیابی یو راز همداوو چي له نبي کریم ﷺ سره به یي زیاته مینه لرل. کتابونه د مکي د فتحي په ورځ د ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه د پلار ابوقحافه د اسلام د راوړلو کیسه بیانوي چي د رسول ﷺ سره د ابوبکر صدیق د میني ښکارندویي کوي.
د مکي د فتحي ورځ د مسلمانانو د خوشحالی، حمدونو او شکرونو ورځ وه ځکه هغه ځای چي دوی ورڅخه په ډیر وحش شړل سوي وه بیرته فاتحانه لاس ته ورغلی. 
د ابوبکر صدیق  په سترگو ړوند پلار ابوقحافه چي لا تردغي ورځی نه وو مسلمان شوی. 
له فتح سمدستی وروسته حضرت ابوبکرصدیق  خپل پلار ته ورغلی او هغه یی درسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته را وستی. 
 
(تاسي دلته د نبي ﷺ و همدردی، میني او شفقت ته ځیر سی.)
رسول ﷺ وفرمایل: ای ابوبکره!  تاولی دی سپین ږیری ته تکلیف ورکاوو خومونږ به هلته ورغلي وای. ابوقحافه د رسول صلی الله علیه وسلم په وړاندي په اسلام مشرف او بیعت یی ورسره وکړ. 
ابوبكر صدیق  سره له دي چی پلار یی اسلام راوړی وو په ژړا شو دومره یی وژړل چی ټول ورته حیران شول ورته وویل سول ای ابوبکره ! ته باید نن ځکه خوشحاله وای چي ستا پلار ایمان راوړی خو ته ژاړي.
 
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه جواب ورکړ: 
وی زه به هغه وخت خوشاله وای چی زما دپلار پرځای ابولهب مسلمان شوی وای ځکه بیا به رسول صلی الله علیه وسلم تر اوس زیات خوشاله وای.
 
دلته د رسول ﷺ سره د ابو بکر  میني ته متوجه کیدل پکار دي چي خپل د پلار تر اسلام راوړلو دی په ابو لهب ځکه خوشحاله وو چي د رسول ﷺ د کورنۍ څخه یو څوک مسلمان سوی وای نو اوس به رسول ﷺ هم ډیر خوشحاله وای. د رسول ﷺ په خاطر یي خپله خوشحالي و نه لمانځل.
په حديث شريف کي راغلي دي عن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم  قال:ثلاث من کُن فيه وجدَبهن حلاوة الايمان:ان يکون الله ورسوله احب اليه مماسواهما،وَاَن يُحب المرءَلايُحبه الالله،واَن يَکره اَن يرجع الی الکفربَعدَاذاَنقَذَهُ الله مِنهُ کَمَايَکرَهُ اَن يُقذَفَ فِي النَارِ  (رواه البخاري ص:۸ج۱ ومسلم واللفظ له ص:۴۹ج۱)
 
ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې صفتونه دي چي په چاکي موجود وي، د هغې له کبله به د ايمان خوند پيداکړي:
۱. چي الله (جل جلاله) او د هغه رسول (صلی الله عليه وسلم) ورته تر نورو ټولو ډېرمحبوب اوگران وي.
۲. چي ديوه سړي سره مينه يوازي دالله لپاره کوي،د بل څه له امله نه وي.
۳.  او چي کفر ته بېرته گرزېدل وروسته له دې چي الله پاک ترې خلاص کړ داسي بدگڼي لکه څنگه چي اورته غورزېدل بد گڼي.
عن أنس قال : قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم : " لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين " . رواه البخاري ص:۷ج۱ ومسلم ص:۴۹ج۱  .
له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت  دی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په تاسو کي يو تن پوره مؤمن نه شي کېدای ترڅو چي زه هغه ته دده ترپلار،دده تراولاد اوټولوخلگ زيات محبوب نه شم.!!
 
د الله ﷻ په خاطر له نورو بنده ګانو سره مینه: رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا وَلاَ تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا.  رواه مسلم
ژباړه: جنت ته تر هغه وخته نه سئ داخلېدلای تر څو چي مؤمنان نه سئ او تر هغه وخته مؤمنان نه سئ جوړېدلای چي يو له بل سره محبت و نه کړئ.
 
نو ځکه باید له نورو سره په ښه چال چلند کولو، میني ورکولواو کومک کولو د هغوی مینه لاس ته راوړل سي پاته دي نه وي چي د نورو سره د میني ډیرولو لپاره د الله رسول یو ښه نسخه موږ ته راښودلي ده هغه دا چي عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم  يَقُولُ: تَهَادُوا تَحَابُّوا. الادب المفرد للبخاري
 
ژباړه: امام بخاري د ابوهريرة رضي الله عنه په حواله روايت را نقل کړی دی، چي رسول صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: تحفې سره ورکړئ، چي محبت موسره پیدا سي. 

په بل حديث شريف کي راځي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هديې سره ورکړئ؛ ځکه هديې مو له زړونو څخه بغض او کينه ليري کوي. نو چي کينه ليري سوه محبت ايجاديږي. 
 
---------------------------------------------------------
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله د نورو لیکنو لپاره دلته کلیک ووهی.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته