تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لس ډلي ظالماني دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 11, 2021
  0
لس ډلي ظالماني دي
 
لیکنه :  مولانا عبدالغني طارق/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
 
حضرت سفيان ثوري رحمته الله عليه فرمايي: لس ډلي دظالمانو دلويو خلګو له جملې څخه دي:
 
1. هغه څوک چي ځان ته دعا کوي مګر مور او پلار ته دعا نه کوي.
 
2. هغه کس چي قاري وي مګر دورځي سل اياتونه هم پوره نه وايي.
 
3. هغه کس چي مسجد ته ورسي مګر بېله دي چي تحية المسجد دوه رکعته نفل وکړي بېرته ووزي.(البته چي وخت تنګ نه وي)
 
4. هغه کس چي دهديري وڅنګ ته تير سي مګر سلام او دعا ددغه هديرې مړو ته نه ووايي.
 
5. څوک چي دجمعې په ورځ ښار ته ورسي مګر پرته لدې چي دجمعې لمونځ ادا کړي بېرته دښار څخه ووزي.
 
6. هغه څوک چي ښار ته ولاړ سي په هغه ښار کي عالم موجود وي مګر بې له دې چي يو څه علم زده کړي بېرته دښار څخه ولاړسي.
 
7. هغه څوک چي ديوې ډلي سره په سفر روان وي مګر يو دبله يې نومونه نه وي سره پوښتلي.
 
8. هغه څوک چي ځوان وي دعلم  حاصلولو وخت لري مګر ديني علم  زده نه کړي.
 
9. هغه څوک چي دميلمستيا لپاره دعوت  کړل سي مګر دى ورنسي دغه دعوت نه ومني.
 
10. هغه څوک چي په ماړه نس بيده سي مګر همسايه يې په لوږه خوب وکړي.
 
ماخذ : يوولس ګناه کاري ډلي
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته