تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۶۳)
نوم: نور الباري
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
سوال : که د صلوة حاجت فضائل او طریقه راته وښیاست؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د صلوة حاجت لمونځ د نورو نفلي لمنځونو په شان دی، دوه رکعته نفلي لمونځ د خپل حاجت د پوره کېدو په نیت وکړه ، وروسته د الله جل جلاله څخه په خپله پښتو ژبه د خپل حاجت غوښتنه وکړه او که کولای سي نو بیا لاندي دعا ووایه نو دا بیا بهتره ده، دعا داده:
(لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ الْحَلِيمُ الْكَرِيمُ ، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ، الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحْمَتِكَ ، وَعَزَائِمَ مَغْفِرَتِكَ ، وَالْغَنِيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ ، وَالسَّلاَمَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ ، أَسْأَلُكَ أَلاَّ تَدَعَ لِي ذَنْبًا إِلاَّ غَفَرْتَهُ ، وَلاَ هَمًّا إِلاَّ فَرَّجْتَهُ ، وَلاَ حَاجَةً هِيَ لَكَ رِضًا إِلاَّ قَضَيْتَهَا یا ارحم الراحمین).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): کما فی الدرالمنثور و هکذا نقل فی فتاوي محمودیة و فضائل اعمال: ج۳، ص۱۸،
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان