تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸۶۲)
نوم: محمد شعیب
د اوسېدو ځاى( کندهار افغانستان)
سوال : فرض خو د خدای جل جلاله امر دی او سنت د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، نو که تاسو ووایاست واجب څرنګه عمل دی؟
جواب : حامداً و مصلياً
واجب هم د خدای امر دی، خو د فرضو او واجبو دومره فرق سته.
فرض: فرض هغه دي چي په دلیل قطعي سره ثابت وي، او هغه بغیر د څه عذره پریښولو والا فاسق او مستحق د عذاب وي، او د هغه انکار کوونکي کافر دی.
واجب: هغه بیا په دلیل ظني سره ثابت وي، دلیل ظني دې ته وايي چي په هغه کی یو ضعیف احتمال وي او تر دلیل قطعي په درجه کښي کم دي، او د هغه پریښودونکی فاسق او مستحق د عذاب دی، په شرې د دې چي د څه تاویل او شبهه څخه به ئې نه وي پریښی، او د هغه انکار کوونکی فاسق دی او کافر نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): الواجب: ماطلب الشرع فعله جازماً، بدليل ظني فيه شبهة، كصدقة الفطر، وصلاة الوتر والعيدين، لثبوت إيجابه بدليل ظني، وهو خبر الواحد عن النبي صلّى الله عليه وسلم . وحكمه كالفرض، إلا أنه لايكفر منكره. الفقه الاسلامی: ج۱، ص۵۲، دار الفکر بیروت.
(۲): بل الحق انا مامورون قبل الشارع لصلوة مشتملة علی الأرکان والواجبات والأرکان انما بثبت ببیان الشارع الرکنیة والواجبات انما تثبت بمجرد الامر والایجاب من دون بیان جعلها ازکاناً و بالاتیان مع ترکها یتحقق الامتثال بالتکلیف بالصلوة و ان بقی علیه اثم ترک الواجب فالأرکان والواجبات مفترقان عند الشارع.... الخ.
بحوله: الضمیمة التی هی معلقة علی نور الایضاح المسماة بفائدة جلیلة من رسائل الارکان للعلامة الفاصل عبدالعلی رحمة الله علیه.... نورالایضاح: ص۲۰۰، مکتبه حنفیة.
(۳):أقول : بيان ذلك أن الأدلة السمعية أربعة : الأول قطعي الثبوت والدلالة كنصوص القرآن المفسرة أو المحكمة والسنة المتواترة التي مفهومها قطعي، الثاني قطعي الثبوت ظني الدلالة كالآيات المؤولة، الثالث عكسه كأخبار الآحاد التي مفهومها قطعي، الرابع ظنيهما كأخبار الآحاد التي مفهومها ظني ، فبالأول يثبت الفرض والحرام ، وبالثاني والثالث الواجب وكراهة التحريم ، وبالرابع السنة والمستحب .... الخ. ردالمحتار: ج۱، ص۷۰، کتاب الطهارة ، مطلب فی فرض القطعی والظنی. مکتبه رشیدیة.
(۴): و کذا فی الحسامی: ص۵۸.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+