ژباړه: نوید احمد
امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه ته د خلافت په دوره کي د زکات ډېر مال راغلی.
نو ده وفرمایل: دا مال پر فقیرانو مصرف کړئ.
هغو ورته وویل: په ټوله اسلامي امت کي اوس فقیر نه دی پاته سوی.
بیا امیرالمؤمنین وفرمایل: په دې مال سره اسلامي لښکر او فوج مجهز کړئ.
هغو وویل: اسلامي لښکرو دنیا ته جواب ورکړی دی.
بیا امیرالمؤمنین وفرمایل: په دې مال سره ځوانانو ته ودونه ور وکړئ.
هغوی وویل: چا چي واده غوښتی هغو ټولو ته مو ودونه ورکړي دي.
امیرالمؤمنین وفرمایل: په دې مال سره د قرض داره خلګو پورونه ور ادا کړئ.
هغو وویل: د خلګو پورونه مو ور ادا کړل او پیسې اضافه لا پاته سوې.
بیا امیرالمؤمینن امر وکړئ چي: د اهل ذمه یهودانو او عیسویانو د قرض پوښتنه وکړی او قرضونه يې ور ادا کړی.
هغو وویل: د هغو سره مو هم په پورو ادا کولو کي مرسته وکړل پورونه يې ادا سول خو مال لا بیا هم پاته سو.
امیرالمؤمنین وفرمایل: علماء کرامو ته دا مال ورکړئ.
هغو بیا وویل: هغو ته مو هم خپله برخه ورکړل خو بیا هم مال اضافه پاته سو.
په آخر کي امیرالمومنین عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه وفرمایل: په دې مال سره غنم رانیسئ او د غرونو پر سرو يې واچوی تر څو څوک دا ونه وايي چي د مسلمانانو په حکومت کي مرغان وږي پاته سوي وه.
فایده: محترمو وروڼو! اوس تاسو د اسلامي خلافت حکومت داري او د نن سبا د حکومتونو کړونو او د دوی د تبلیغاتو سره مقایسه کړی.