تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۳۱)
نوم: رحمت الله شاکر
د اوسېدو ځاى: (جده سعودي عربستان)
سوال : د شوال د میاشتي شپږ روژې مسلسلي نیول کیږي او که یوه ورځ نه بله ورځ نیول کیږي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د شوال شپږ نفلي روژې یوه په بلي پسې ئې هم نیولای سي او په بېلابېلو ورځو کي ئې هم نیولای سي خو غوره ئې جلا والی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): والظاهران التفریق افضل فانه یبعد به عن التشبیه الموهوم واعتقاد اللزوم. مرقاة المفاتح شرح مشکاة المصابیح: ج۴، ص۲۹۳.
(۲): فان فرقها شوال فهو ابعد من الکراهة والتشبیه بالنصاری واقرب الی الجواز. خلاصة الفتاوي: ج۱، ص۲۶۵.
(۳): وتستحب الستة متفرقة كل أسبوع يومان كذا في الظهيرية في فصل الأوقات التي يكره فيها الصوم ويستحب. الفتاوی الهندیة: ج۱، ص۲۰۱. طبع مکتبه رشیدیه.
جواب: مولوي محمد ابراهیم
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوی سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان