تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د پېشلمي وروسته جماع کول
 
  November 4, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۴۰)

نوم: الیاس الدین

د اوسېدو ځاى: (لښکرګاه افغانستان  )

سوال : که یو مسافر پس له پیشلمي څخه کور ته  ورسیږي لمونځ هم روا وي پس له لمونځ څخه له خپلي بي بي سره جماع وکړي هغه هم په روژه کي څه حکم لري البته میرمن ئې روژه نیولی وي خو په جماع کولو کي هغه هم رازي وي څه حکم لري؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

پر ښځي د همدغې روژې قضاء او هم ۶۰ شپیته روژې دکفارې لازمیږي، خاوند که ئې د صبح صادق څخه مخکي خپل ښار ګوټي ته را ستون سوی وي او روژه ئې نیت کړې وي پر هغه هم قضاء او کفاره لازمیږي، او که د صبح صادق څخه وروسته خپل ښار ته را ستون سوی وي پر هغه کفاره نسته البته د همدې روژې قضاء به راوړي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):قَوْلُهُ ( وَمَنْ جَامَعَ أو جُومِعَ أو أَكَلَ أو شَرِبَ عَمْدًا غِذَاءً أو دَوَاءً قَضَى وَكَفَّرَ كَكَفَّارَةِ الظِّهَارِ ) أَمَّا الْقَضَاءُ فَلِاسْتِدْرَاكِ الْمَصْلَحَةِ الْفَائِتَةِ وَأَمَّا الْكَفَّارَةُ فَلِتَكَامُلِ الْجِنَايَةِ. بحرالرائق: ج۲، ص۲۷۶، رشییدیة.
(۲):من جامع عمدا في أحد السبيلين فعليه القضاء والكفارة....... وعلى المرأة مثل ما على الرجل إن كانت مطاوعة. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۲۰۵.
(۳):إذا دخل المسافر مصره قبل الزوال ، ولم يتناول شيئا ونوى الصوم ثم جامع متعمدا لا كفارة عليه. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۲۰۶.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته