رالېږونکی: صبور ګل صابر
حافظ ابن القیم رحمة الله علیه په خپل کتاب الروح کې لیکي د یوه بزرګ واقعه لیکي چي: زه یوه ورځ چېرته په سفر تلم او په بصره کي (چې د عراق یو ښار دی) هلته مي د یو ګودر پر غاړه چې څنګ کې یې یو کلی هم وو او د کلې څنګ کې یوه مقبره هم وه نو په همدې مقبره کې مي شپه شوه، چې کله شپه شوه له مقبري نه د خره آواز راپورته شو نو فکر مې وکړ چې همدلته به چېرته خر بند پاته شوی وي.
زما په همدې مقبره کې دري شپې شوي په اخري شپه بهر راووتم او غواړم چې دغه خر پیدا کړم، ما ویل دا څنګه چې نن دریمه ورځ ده او دغه خر دلته بند پاتي شوی دی، کله چي مقبره کې د خره په پیدا کولو پسې ګرځم که ګورم له یو قبر نه د خره آواز راپورته کیږي، سهار مي ددی کلې له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړه، چې ای خلګو! له دی مقبري نه د خره آوازونه راپورته کیږي؟ هغوئ وخندل چې هو دلته یو قبر دی چې دا اوازونه هره شپه له دې قبر نه راپورته کیږي، ما ورته وویل، چې ولي؟ هغوی راته وویل چې ددې قبر خاوند بد عمله شخص وو، او چې کله به یې خپله مور په کور او یاهم بل کوم ځای کې غږېده نو هغه به ورته ویل، چې بس بنده شه لکه د خرې په شان مه بړیږه، اوس چې کله دا شخص موږ دفن کړی دده له قبر نه تل همدا شان آوازونه پورته کیږي.
ګرانو ملګرو! دا یو ښکاره او د سترګو لیدلی حال وو نو د مور له عواطفو سره ډېر خیال ساتئ، د مور تر پښو لاندي جنت دی او د هغې هره دعا زموږ لپاره د هر مشکل دارو دي، خو په څنګ کې یې له بد دعا څخه هم ځانونه وژغورئ، ځکه چې واقعیت یې ستاسو د سترګو په وړاندي دی.
وذكر من حديث سفيان حدثنا داود بن شابور عن ابى قزعة قال مررنا في بعض المياه التي بيننا وبين البصرة فسمعنا نهيق حمار فقلنا لهم ما هذا النهيق قالوا هذا رجل كان عندنا كانت أمه تكلمه بالشيء فيقول لها إنهقى نهيقك فلما مات سمع هذا النهيق من قبره كل ليلة. (کتاب الروح)