تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۵۰)
نوم: فیض الله فیضي
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
سوال : که چیري یو سړی بې له عذره ماښام نیت ونه کړي چي روژه مبارکه سبا نه نیسم او سهار دا سړی روژه ونه نیسي فرض روژه وي د روژې مبارکي میاشت وي نو اوس به دا سړی څه کوي قضائې به ئې را ګرځوي او که کفاره پر اوړي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
دغه سړی په دې کړنه ګنهګاره دی خو بیا هم کفاره باندي نسته، فقط د خوړلي روژې قضاء دي راوړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فتاوي دارالعلوم دیوبند: ج۶، ص۴۴۲، مسائل قضاء و کفاره کتاب الفقه. فلولم یبیت النیة لا تجب علیه الکفاره. ج۱، ص۴۷۵، کتاب الصیام، ما یوجب القضاء والکفارة. وفتاوي ابولیث سمرقندی:ص۹۹،
درالمختار: ج۲، ص۱۴۱، باب ما یفسد الصوم، أو أصبح غير ناو للصوم فأكل عمدا...الخ.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا جوي لاهور
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان