تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ نه ویشتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 8, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۹) 

د موسیقۍ په هکله (۱۰) فقهي مسائل


۱: سوال: ځیني خلک وايي چي د تصوفو په چشتیه طریقه کي موسیقي او نور مستحسن کار دی، ایا دا په شریعت کي سته؟


ځواب: په احادیثو او فقه کي معلومه سوه چي موسیقي حرامه ده، لهذا هغه څوک چي موسیقي جائر ګڼي پر هغه باندي د کفر خطره سته او په فقه حنفي کي هغه څوک چي موسیقي او رقص حلال ګڼي هغه ته کافر ویل سوي دي.


(قال ابن عابدین (قوله و من یستحل الرقص قالوا یکفره) المراد به التمائل و الخفض والرفع بحرکات موزونة کما یفعله بعض من ینتسب الی التصوف و قد نقل فی البزازیه عن القرطبی اجماع الائمة علی حرمة هذا الغناء و ضرب القضب والرقص قال و رأیت فتوی شیخ الاسلام جلا الملة والدین الکرمانی ان مستحل هذا الرقص کافر و تمامه فی شرح الوهبانیة و نقل فی نر العین عن التمهید انه فاسق لا کافر ثم قال التحقیق القاطع للنزاع فی امر الرقص والسماع یستدعی تفصیلا ذکره فی عوارف المعارف و احیاء العلوم و خلاصة ما اجاب به العلامة النحریر باشا. الخ (رد المحتار هامش الدر المختار ص: ۳۳۷، ج: ۳ قبیل باب البغاة مطلب فی مستحل الرقص)


۲: سوال: ایا حمد او نعت د موسیقۍ سره ویلای سو؟


ځواب: په مبارکو احادیثو کي د موسیقۍ د حرمت بیان مخکي وسو، علامه علی قاری رحمة الله علیه فرمايي:


من قرأ القرآن علی ضرب الدف و القضیب یکفر. (شرح فقه اکبر: ۱۶۷)


ژباړه: هغه څوک چي قرآنکریم د دریا او ني سره ووايي هغه کافر دی.


علامه علی قاری حنفی رحمة الله علیه پخپل فتوای کي وايي:


قلت: و یقرب منه ضرف الدف والقضیب مع ذکر الله تعالی و نعت المصطفی ﷺ وکذا التصفیق علی الذکر.


ژباړه: دا وکفر ته نژدې دی چي یو څوک نعت یا د خدای ذکر د دریا سره ووايي، حال داچي دریا وهل په ځینو ځایو کي جائز هم ده. (نجم الفتاوی، ج: ۱، ص: ۱۰۰)
۳: ایا موسیقي اورېدلو والا کافر دی؟


ځواب: په نصوصو کي یې بیان تیر سو چي موسیقي حرامه ده، دغه شخص د ګناه کبیره مرتکب دی خو کافر نه دی.(جامع الفتاوی، ج: ۱، ص: ۱۱، فتاوی عمانی، ج: ۱، ص: ۷۲)


۴: ایا په هغه اطاق کي چي په تلویزون کي موسیقي اورېدل کیږي، لمونځ کول جائز دی؟


ځواب: که چيري تلویزون چالانه وي نو لمونځ کول بېشکه مکروه دی او که چيري تلویزون بند وي نو په داسي وطاق کي لمونځ کول خلاف اولی دی دا ځکه په داسی ځایو کي د زړه اطمنان نه وي، لکه په حمام، لارو او نورو کي.


(لما فی الهندیة (۱/ ۶۳) : و تکره الصلاة فی تسع مواطن فی قوارع الطریق و معاطن الابل والمزبلة والمجزرة والمخرج والمغتسل والحمام والمقبرة و سطح الکعبة ولابأس بالصلاة والسجود علی الحشیش والحصیر والبسط والبواری هکذا فی فتاوی قاضیخان.)


۵: سوال: ځیني خلک وايي چي موږ د موسیقۍ له کبله روحي سکون و لاسته راوړو، ددې خلکو په جواب کي شریعت څه وایي؟


ځواب: دغه کس چي موسیقي اوري او داسی وايي دا د حرامو مرتکب سو او دا سخته ستره ګناه ده، باید پرهیز ورڅخه وسي دا ځکه موسیقي په اجماع سره د امت حرامه ده. 


(لما فی خلاصة الفتاوی (۴/ ۳۴۵): استماع صوت الملاهی کالضرب بالقصب و غیره حرام لانه من الملاهی و قال علیه الصلوة والسلام استماع الملاهی معصیة والجلوس علیها فسوق والتلذذ بها من الکفر هذا علی وجه التهدید.


و فی الدر المختار (۶/۳۴۹) استماع صوت الملاهی کضرب قصب ونحوه حرام لقوله علیه السلام استماع الملاهی معصیة و الجلوس علیها فسق والتلذذ بها کفر ای بالنعمة... فالواجب کل الواجب ان یجتنب کی لاسمع.)


۶: ایا په هغه خوشحالۍ یا ښادۍ کي ګډون کول څنګه دي چي هلته د موسیقۍ پروګرام وي؟


ځواب: داچي موسیقي حرامه ده، نو که درته معلومه وي چي هلته د موسیقۍ پروګرام سته هلته ورتلل او ګډون کول ناجائر دی، د مسلمان لپاره نه ښايي چي د خلکو د خوشحاله کولو لپاره د الله جل جلاله او د الله جل جلالهد رسول صلی الله علیه وسلم د حکمونو خلاف یو کار وکړي او نه هم و مسلمان ته پکار ده. (کتاب الفتاوی، ج: ۴، ص: ۴۴۷/ الدر المختار مع رد المحتار: ۹/ ۵۰۱ محشی.)


۷: موسیقي په تلویزون یا مبایل کي څه حکم لري؟


ځواب: موسیقي په هر صورت کي حرامه ده، که موسیقي ویل وي، موسیقۍ ته کښېناستل وي، که د راډیو د لاري وي یا تلویزون یا مبایل د لاري، یا په ژوندی ډول سره اورېدل وي دا ټوله او هر صورت یې ګناه ده. ( رد المحتار: ۹/ ۴۲۵، کتاب الحظر والاباحة./ کتاب الفتاوی : ج: ۶، ص: ۱۶۰)


۸: ایا دا خبره درسته ده چي په کوم کور کي موسیقي اورېدل کیږي په هغه کور کي به خیر او برکت نه وي؟


ځواب: بلې دا خبره صحیح ده چي هغه څه چي د شریعت خلاف اورېدل کیږي لکه موسیقي دا د کور خیر او برکت له منځه وړي، بل ستر تاوان یې دادی چي په هغه کور کي چي موسیقي اورېدل کیږي هلته نفاق راولي. (فی رد المحتار قال ابن مسعود رواه فی السنن مرفوعاً الی النبی صلی الله علیه وسلم بلفظ : ان الغناء ینبت النفاق فی القلب. کفایت المفتی ج: ۹ ص: ۱۹۶)


۹: په هغه امام پسې اقتداء څنګه ده چي موسیقي اوري او یا د موسیقۍ په پروګرامو کي کښېني؟


ځواب: داچي موسیقي اورېدل خپله حرامه ده نو ځکه ورته کښېناستل هم ناجائز کار دی، که چيري یو امام، حافظ یا قاری دومري بې تقوا او بې باکه وي چي موسیقي اوري په ده پسې اقتداء مکروه ده.(کفایت المفتی، ج: ۹، ص: ۱۹۶


۱۰: سوال: ایا په ښادیو کي د ښځو دریا وهل جائز ده؟


ځواب: د کوزدې یا واده پر مهال دریا وهل و ښځو ته په دوو شرطو سره جائز ده، چي د غیر محرمو نارینه وو غوږو ته به ددوی اواز نه رسیږي او دوهم شرط دادی چي په غزلو کي به د فحشاء څخه ډک غزلي نه وي.( کفایت المفتی، ج: ۹، ص: ۲۰۰ )

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته