تازه سرليکونه
د (فتوا قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: یوه پاره په دو تنو ویل څنګه ده؟
 
  December 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۰۴)

نوم: حاجي فدا محمد

د اوسېدو ځاى:(  کندهار  افغانستان)

سوال :  دلته په سویډن کي دوې ښځي د قرانکریم یوه سیپاره په دوو تنو وايي ( یوه ښځه ئې یوه صفحه تلاوت کوي او بله ښځه ئې بله صفحه تلاوت کوي) د اسلام له نظره دا عمل څنګه دی؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ښځو او عامو خلګو له پاره دغه ډول طریقه نا سمه ده، ځکه هغوی ته وقف او ابتداء نه معلومیږي او کومو کسانو ته چي وقف او ابتداء معلومیږي د هغو له پاره هم غوره کار نه دی، ښه طریقه ئې داده چي د پارې یوه برخه په مسلسل ډول یوه ښځه ولولي او بله برخه ئې په مسلسل ډول بله ښځه ولولي. والله اعلم. 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):   قال البيهقي وأحسن ما يحتج به أن يقال إن هذا التأليف لكتاب الله مأخوذ من جهة النبي وأخذه عن جبريل فالأولى للقارئ أن يقرأه على التأليف المنقول وقد قال ابن سيرين تأليف الله خير من تأليفكم. الاتقان فی علوم القران: ج۱، ص۱۰۹.
(۲): ولا بأس باجتماع الجماعة في القراءة ولا بإدارتها وهي أن يقرأ بعض الجماعة قطعة ثم البعض قطعة بعدها. الاتقان فی علوم القران: ج۱، ص۱۰۷.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته