تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د نصراني دعوتګرانو هڅي او حرص
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 28, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(څورلسمه برخه)


د نصراني دعوتګرانو هڅي او حرص


هو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي کفارو خپلي ټولي هڅي د اسلام د مخنیوي له پاره کولې، خو د مؤمنانو هڅي او قربانۍ د اسلام د خپرېدو له پاره نه ستړي کېدونکي وې.


د دوی د هر یوه هڅه او مبارزه د اصلاح له پاره وه، تر هغه چي حق برلاسی او باطل له منځه ولاړی او نن که د پخواني او اوسني کفارو دواړي ډلي د یو مثال په توګه یو له بل سره پرتله کړو، نو وینو چي یهودو څومره هڅي او مرستي کړي، ترڅو د اسرائیلو حکومت تل پر خپلو پښو ولاړ  وي.


همدا راز د هندوانو او بودايانو قربانۍ د خپل دين د خدمت په لاره کي وګورئ، چي په دې لاره کي خپل ټول وخت او انرژي مصرفوي او د خپلو شخصي لذتونو او شهوتونو پر ځای خپل باطل دین ته کار کوي.


د نصراني دعوتګرانو هڅي او د هغوی حرص وګورئ، چي د دعوت په لاره کي خپل وخت او شتمني لګوي، په داسي حال کي چي هغوی د باطل پر لار روان هم دي، خو بیا هم پر خپل دین کلک ولاړ او تل هڅه کوي، چي خپل باطل دین ته خلک را وبولي.


یو دعوت ورکوونکی وايي: دوی تل ما ته بلنه راکوله چي په یو افریقایي هیواد کي له مسلمانو مهاجرینو سره لیدنه وکړم، تر ډېر ځنډ او خنډ وروسته ما ومنله او پرېکړه مي وکړله چي دوې اوونۍ هلته پاته سم، ما د خطرناکو لارو، سختي تودوخي، ناروغیو او حشراتو خطر په نظر کي نیولو سره ځان هلته ورسوو.


کله چي زه هلته ورسېدم، دوی زما په راتګ سره ډېر خوشحاله سول، په غوره خېمه کي یې ځای راکړ او ماته یې تر ټولو پاکه بستره راوړله.


هغه شپه مي هم هلته تر سهاره تېره کړله، په داسي حال کي چي په خپل عمل او کومه قرباني چي ما ورکړې وه راضي وم. د هغه ځای بد حالاتو  او په داسي حال کي چي له دې دوو اوونیو تېرولو ته ډېر اندېښمن هم وم، خو  پاته سوم. سهار وختي یو کس راغلی او زما څخه یې د قدم وهلو غوښتنه وکړه، ما له هغه څخه وغوښتل چي  تودوخه ډېره ده، لږ به هوا ښه سي، نو  د تودوخي تر کمېدو پوري به انتظار وکړو، مګر هغه ټینګار وکړ او ما هم ومنله، موږ د کمپ یوازني څاه ته ولاړو، چیري چي خلک شاوخوا راټول سوي وه.

 

نور بیا... 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته