تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٥۵۷)
نوم: محمد هارون
د اوسېدو ځای: لغمان ولايت
سوال :د لمانځه د سجده سهوه او سجده تلاوت نيت که راته وواياست ؟
جواب :
حامداً ومصلياً
په زړه کي چي تاسو د سهوې د سجدې يا د تلاوت د سجدې اراده وکړی نو همدا يې نيت دى، الله اکبر وواياست، سجده وکړئ ، دغه ډول د لمانځه لپاره چي نيت شرط دى د هغه څخه هم د زړه اراده مراد ده .
الجواب : مولوي رفيع الله
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا ، مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):والنية هي الإرادة والشرط أن يعلم بقلبه أي صلاة يصلي أما الذكر باللسان فلا معتبر به ويحسن ذلك لاجتماع عزيمته . الهداية ، ص٩٠ .