حضرت ابو اسید الانصاري رضي الله عنه فرمایي چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یوه ورځ واورېدل چي کله دی د مسجد څخه وتی بیا په لاره کي نارینه د ښځو سره یو ځای (روان) سوه، نو نبي صلی الله علیه وسلم و ښځو ته وفرمایل: تاسي شاته ځئ (د نارینه تر شا ځئ او د هغو څخه لیري تګ کوئ) ځکه تاسي باید د لاري په منځ کي تګ ونه کړئ، ستاسو لپاره ضروري ده چي د لاري پر څنډه تګ وکړئ. نو (تر دې وروسته به چي) کله ښځو تګ کوی نو د دېوالو سره به يې نژدې تګ کوی تر داسي اندازې چي ځیني وخت به د هغو لباس د دېوال سره مښتی. رواه ابوداؤد والبیهقي في شعب الایمان