تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د کعب بن الأشرف يهودي وژنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۵۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د کعب بن الأشرف يهودي وژنه

 

کعب بن الأشرف د يهودو يو لوړ او مالداره سړئ ؤ چي د اسلام او مسلمانانو سره يې تر ټولو يهودو زيات حسد او عناد درلودى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  یې په ښکاره سره آزاراوه او د مسلمانانو سره يې په ښکاره د جنګ اعلان کاوه، دئ په خپله د طئ د قبيلې د بني نبهان څخه ؤ او مور يې د بني النضير د يهودو څخه وه، کعب بن الاشرف چي غني او بربادي سړئ ؤ په عربو کي په ښايست سره مشهوره ؤ او د عربو د شاعرانو څخه يو شاعر ؤ، د ده قلا د مدينې منورې په جنوبي طرف کي د بني النضير د کورو و شا ته وه، کوم وخت چي په بدر کي د مسلمانانو د کاميابۍ خبر د اول وار دپاره و ده  ته ورسېدى ده و ويل: آيا دا صحي او ممکنه ده؟ هغه خلک د عربو اشراف او د خلکو پاچهان وه، په والله که محمّد صلی الله علیه وسلم  دغه خلک وژلي وي نو د مځکي نس د مځکي تر مخ ښه او بهتر دى يعني: تر دې ژوند مرګ ښه دى، کوم وخت  چي بيا دا خبر تائيد او تاکيد سو نو دغه د الله دښمن په اشعارو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو بد ويل شروع کړه او د دوى دښمنان يې ستايل او هغه يې نور هم و جنګ ته تشويقول، خو يواځي په شعر ويلو هم نه سو قانع، بلکه مکې مکرمې او قريشو ته ورغلى او هلته يې د مُطلِب بن ابي وداعه السهمي په کور کي واړول، په مکه مکرمه کي به هر مجلس ته ورتلى او هلته به يې په ژړا ژړا د بدر پر وژل سوو کسانو شعرونه ويل، چي په دې کار سره يې د هغو احساسات پارول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو پر ضِد يې د قريشو عناد او دښمني ستايل او قريش يې د مسلمانانو و جنګ ته تشويقول او را بلل. 


کوم وخت چي کعب بن الاشرف په مکه مکرمه کي ؤ، مشرکانو پوښتنه ځني وکړه چي آيا ستا زموږ دين خوښ دى که د محمّد صلی الله علیه وسلم  او د هغه د اصحابو؟ او کومه ډله پر حق دين رهي دي؟ کعب به ورته ويل: تاسي تر دوى افضل او پرحق ياست او حتّْی د دغو مشرکانو په سبب به يې د بتانو عبادت هم ور سره کاوه، په دغه باره کي د سورةالنساء (51) نمبر آيات نازل سو چي الله جل جلاله  فرمايي:

 

(أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَٰؤُلَاءِ أَهْدَىٰ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلًا ﴿النساء: ٥١﴾
يعني: آيا تا هغه کسان نه دي ليدلي چي و دوى ته دکتابه څخه برخه او حصه ورکول سوې ده (چي هغه دغه يهود دي، ځکه دوى کتابيان وه) دوى پر بت او شيطان ايمان را وړى دى، يعني: د قريشو دپاره يې د بتانو عبادت کاوه او دوى و هغه کسانو ته چي کافران سوي دي وايي: تاسي مشرکان تر هغو کسانو ډېر پر لار برابر ياست چي پر الله او رسول الله يې ايمان را وړى دى. سبحان الله! آيا نن ورځ هم داسي کسان نسته؟ چي و ګمراهو کفارو ته و وايي: تاسي تر مسلمانانو ښه او بهتر ياست. 


خير کعب بن الاشرف يهودي بيرته مدينې منورې ته راغلى او په خپلو اشعارو کي به يې د اصحاب کرامو ښځي په بده سره يادولې او مسلمانان يې په خپله ايله ژبه سره ډېر زهيرول، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خپلو اصحابو ته و ويل: څوک مو د کعب بن  الأشرف څخه خلاصوي؟ ځکه ده الله او رسول الله ډېر آزارکړه، د دې کار دپاره د مسلمانانو څخه يوې ډلي ځانونه انتخاب کړه چي هغه ډله: محمّد بن مسلمه، عُباد بن بشر، ابونائله، چي نوم يې سلکان بن سلامه دى او دکعب رضعي ورور هم ؤ، حارث بن أوس، ابو عبس بن حَبر، دغو پنځو نفرو په خپله خوښه دکعب بن الأشرف د وژلو دپاره ځانونه انتخاب کړه او د دغي ډلي مشر محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ؤ، د کعب بن الأشرف د وژلو په روايتو کي راغلي دي:کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک دکعب کار ورکوي؟ ده الله او رسول الله ډېر آزار کړه، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: زه يا رسول الله! آيا ستا خوښه ده چي ويې وژنم؟   

      
رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  و ويل: نو اجازه راکه چي يو څه  و وايم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: وې وايه، يعني د دغه کار دکولو دپاره و خلاف ويلو ته ضرورت لرم د هغه خلاف ويلو اجازه راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم اجازه ورکړه.


په دغسي حالاتو کي يعني: دکفارو سره د جنګ او مقابلې په وخت کي چم، حیلهاو خلاف ويل، یواځي دا نه چي جائز او روا دي، بلکه ښه کار هم دی.


اوس نو د نقشې د عملي کولو دپاره محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  وکعب بن الأشرف ته ورغلى او ورته ويل يې: دغه سړي (چي مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ) زموږ څخه صدقه وغوښتل او موږ يې ستړي کړي يو، کعب ورته ويل: په والله تاسي د ده مرسته او ملګرتيا کوى. محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  و ويل: موږ د ده صلی الله علیه وسلم  متابعت کړى دى او دا مو نه ده خوښه چي اوس يې پرنيمه لار پرېږدو، وبه ګورو چي د ده دکار آخر څه شي کيږي، خو اوس موږ ستا څخه يو يا دوه خُرواره خواړه په پور غواړو، کعب و ويل: هـو خواړه په پور درکوم خو ګَرو به را ته ايږدى. 


محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  و ويل: په ګَرو کي څه شي غواړې؟ 
کعب ويل: ښځي په ګَرو کي راکړی. 
محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  و ويل: موږ خپلي ښځي څنګه په ګَرو کي در سره پرېږدو؟ حال دا چي ته په عربو کي ښايسته سړئ يې.
کعب ويل: نو اولادونه مو په ګَرو کي را کړی. 


محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  و ويل: خپل اولادونه څنګه په ګَرو کي درکړو؟ سبا به هلکان په خپلو منځو کي يو و بل ته د پېغور پر قسم وايي: ته خو هغه يې چي په يوه خُروار خوړو ګَرو سوى وې، دا و موږ ته شرم او پېغور دى، مګر خپله اسلحه به په ګرو کي درته کښېږدو. 
کعب بن اشرف يهودي وعده ور سره وکړه چي ښه دى اسلحه دي راوړه او راسه. 


ابونائله رضی الله عنه  چي د کعب رضعي ورور ؤ دئ هم د محمّد بن مسلمه پر قسم وکعب ته ورغلى مجلس ور سره کوي دکعب د اشعارو بيتونه ور سره وايي او بيا يې په آخرکي ورته و ويل: ويحک يا ابن اشرف! زه د يو حاجت او ضرورت دپاره را غلى يم، زه به هغه حاجت او مقصد درته بيان کړم خو ته به دغه حال د ځان سره پټ وساتې، کعب ويل: هـو وايه، ابونائله رضی الله عنه  و ويل: د دغه سړي را تګ و موږ ته يو آفت ؤ (چي مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ) د ده په راتګ سره مو ټول عرب دښمنان وګرځېدل، ټول عرب مو د يوې ليندۍ څخه ولي او په يوه سترګه را ته ګوري، دکاروبار او  تجارت لاري يې راباندي بندي کړې، موږ په تکليف يو، اولادونه مو  وږي دي، نوري يې هم داسي خبري ورته وکړې لکه محمّد بن مسلمه چي کړي وې او ابونائله د خپلو خبرو په منځ کي دا هم ورته و ويل: چي زما سره دغه زما د رأيي او نظر نور ملګري هم سته او زه غواړم چي هغه هم و تا ته را ولم او ته يو څه خواړه پر خرڅ کړې او مراعت يې هم وکړې، کعب د ابونائله سره هم موافق سو. 


اوس نو په دغو خبرو کي محمّد بن مسلمه او ابونائله د هغه خپل مقصد دپاره کاميابه سوه، هغه دا چي: اوس دوى کولاى سي چي وکعب ته د اسلحې سره ور سي ځکه دغه اسلحه د ګرو دپاره ورته ايږدي او د ځانه سره نور ملګري هم په دغه عُنوان ور ولي چي دوی هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ناراضه او د دوى د نظريې موافق دي.


يوه شپه چي د سپوږمۍ په رڼا روښانه شپه وه او دا د هجرت د درېیم کال د ربيع الاول د مياشتي د څوارلسم شپه وه دغه پنځه نفریزه ډله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته سره را ټوله سوه او د خپلي نقشې د عملي کولو إراده يې ورته بيان کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم تر بقيع الغرقده پوري د دوى سره را و وتى او بيا يې ورته و فرمايل: په بسم الله سره رهي سى او ويل: الْهي! د دوى مرسته وکړې، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کور ته ولاړى او هلته يې لمونځ او د خپل رب سره مناجات کاوه، دغه ډله رهي سوه ترڅو چي دکعب بن الأشرف و قلا ته ورسېدل د قلا د دباندي څخه ابونائله ور ږغ کړه، کعب ولاړ سو چي ورته را کښته سي، دکعب ښځي چي په دغه نژدې وختو کي يې واده ور سره کړی ؤ کعب ته و ویل: ته د شپې په دغه وخت کي چيري ځي؟ او ما داسي آواز واورېدى لکه د هغه څخه چي ويني څڅيږي، کعب ويل: دا زما ورور محمّد بن مسلمه او زما رضعي ورور ابونائله دي او يو د عزت خاوند او شجاع سړئ که د چړو و وهلو ته وغوښتل سي بايد دغه دعوت قبول کړي، بيا نو کعب په کبر او غرور د قلا څخه په داسي حال کي را کښته سو چي ډېر عطر يې استعمال کړي وه او د سر د ورېښتانو څخه يې خوشبويي پورته کېدل، د کعب تر را وتلو د مخه ابونائله و خپلو ملګرو ته ويلي وه:کوم وخت چي کعب راسي زه يې تر ورېښتانو نيسم او ورېښتان يې بويوم هر وخت چي تاسي په دې پوه سواست چي ما تر ورېښتانو ښه ټينګ ونيوى نو يې په تورو وهى. 


اوس چي کعب را کښته سو ترڅه وخته يې دالته خبري سره وکړې او بيا ابونائله ورته و ويل: يا ابن الأشرف! نه غواړي چي (شعب العجوز) ته ولاړسو او دغه پاته شپه هلته مجلس سره وکو؟ کعب ويل: ستاسي خوښه ده، نو سره رهي سوه، پرلاري ابونائله ورته وايي: يا کعب! تر دغه عطرو چي دغه نن شپه تا وهلي دي خوشبويه عطر مي نه دي ليدلي، کعب د دغي خبري د اورېدلو سره په فخر و ويل: زما سره د عربو تر ټولو ښځو خوشبويه ښځه ده، ابونائله و ويل: اجازه را کوې چي سر دي بوى کړم؟ 


کعب ويل: هـو، ابونائله د کعب په ورېښتانو لاس ننه ايستى او د ده ورېښتان يې بوى کړه، د ابونائله ملګرو هم د کعب ورېښتان بوى کړه، تر يو څه تګ وروسته ابونائله ويل: زه غواړم چي بيا دي ورېښتان بوى کړم، کعب ويل: هـو بوى يې کړه، ده يې بيا ورېښتان بوى کړل، کعب ښه مطمئن سو، تر يو څه تګ او خبرو وروسته بيا ابونائله ورته وايي: زه غواړم چي بيا دي ورېښتان بوى کړم، کعب وايي هـو بوى يې کړه، ده چي يې لاس په ورېښتانو ور ننه ايستى تر ورېښتانو يې ټينګ ونيوى او پر ملګرو يې ږغ کړه: وهى يې دا د الله دښمن، په دغه وخت کي د شا وخوا څخه په تورو و وهل سو مګر دې تورو دکاره وانه چاوه، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  چي يو تبرزين ور سره ؤ په هغه يې و واهه څو دغه د الله دښمن و وژل سو، خو د دغو وهلو سره کعب يوه دومره لويه چغه وکړه چي شا وخوا ټولو خلکو واورېدل او داسي قلا نه سوه پاته چي پرهغه دي اور نه سي بل، خلکو د قلاوو پرسرو د دې دپاره اورونه بل کړه چي خلک سره راټول سي ځکه دا د خلکو د جمعه کېدلو او آماده کېدلو دپاره علامه او خبر ؤ. 


د مسلمانانو پنځه نفريزه ډله د مدينې منورې پر طرف رهي سوه خو په دغو نفرو کي حارث رضی الله عنه  د خپل یوه ملګري په تورو زخمي سوى ؤ او ويني ځني بهېدې، نو ځکه د خپلو ملګرو ترشا پاته سو، هغه نور ملګري چي يې حَرّةُ العريض ته ورسېدل وې لیده چي حارث د دوى سره نسته نو يې د څه وخت دپاره دالته انتظار ورته وکړی څو حارث هم چي کرارکرار په دوى پسې ؤ را ورسېدى، حارث يې پر اوږو ور سره واخستى څو و بقيع الغرقد ته ورسېدل او هلته يې په لوړ آواز تکبير و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى تکبير واورېدى او پوه سو چي کعب يې وژلى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم تکبير و وايه، کوم وخت چي اصحاب کرام و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ورسېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و فرمايل: أفلَحَتِ الوُجُوه، يعني: کاميابه سولاست، دوى و ويل: وَوَجهُکَ يا رسولَ الله! او د دغه طاغي سر يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مخ کي پر مځکه وغورځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د الله جل جلاله  حمد و وايه او د حارث پر زخم يې ور تو کړه، هغه زخم ځاى پر ځاى جوړ سو او بيا يې هيڅکله تکليف ورنه کړى. 


کوم وخت چي يهود د طاغي کعب بن الأشرف په وژلوخبر سوه د دوى په عنادي او حسدي زړو کي نوره هم بېره ډېره سوه او په دې پوه سوه: هر هغه څوک چي أمن  خرابوي او په خلکو کي تشويشونه پيدا کوي د خپلو وعدو او عهدو احترام نه کوي که نصيحت فايده ورته و نه کړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو په مقابل کي د قوت د استعمالولو څخه هيڅ درېغ نه کوي، يهودو د دغه خپل ياغي او طاغي مشر په وژلو هيڅ هم  و نه ويل بلکه نور هم آرام سوه او پر خپلو عهدو يې د وفاء کولو اظهار کاوه، دغه ښا ماران په تلوار په خپلو غارو ننوتل چي په هغو کي خپل ځانونه پټ کړي، په دغه ډول سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر يو څه وخته د داخلي خطرو څخه و هغه خارجي خطرو ته چي د مدينې منورې د دباندي څخه يې د پېښېدلو امکانات وه تر يوې اندازې فارغه سو.


نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حکيمانه عمل مسلمانان د ډېرو هغه داخلي ستړياوو او تکاليفو څخه هوسا سوه چي کله نا کله به ورته پېښېدل.


په دغه وخت کي يعني: د بدر او اُحُد په منځ کي د حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه  واده د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لور حضرت فاطمة الزهراء رضی الله عنها  سره وسو او دا هغه مشرف ترين او مکرم ترين واده دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د كشري لور حضرت فاطمة الزهراء، هغه چي په شرف او عزت کي به د دې مثل هيڅ نه وي او که وي ډېر لږ به وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا د زوى او هغه نژدې ملګري حضرت علي رضی الله عنه  سره کيږي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته