تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د جنابت په حالت کي لمونځ او روژه
 
  December 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۱۵)

نوم: عبیدالله

د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان )

سوال :   لکه څرنګه چي  موږ ټولو ته جوته ده چي زموږ په پښتني ټولنه کي ډېر ناروا دودونه سته ان تر دې چي بعضي وخت دا رواجونه د ځینو کسانو له خوا ورته تر اسلامي ارشاداتو ترجیع ورکول کیږي، زموږ په ټولنه کي چي کله یو څوک د ځواني و پوړ ته ورسیږي، نو د یوې خوا د علم او د شریعت سره د بلدتیا  نشتوالی( کموالی) او له بلي خوا ناوړه دودونه ددوي څخه د پوښتني کولو توان اخلي په هر حال پوښتنه پوښتنه  په دا ډول ده: کله چي یو تنکی زلمی بلوغ ته ورسیږي او د روژې مبارکه میاشت پر را ورسیږي، او و نوموړي ته د شپې احتلام راسی، یا ئې څو روژې نیولي او یا د روژو مخکي احتلام راسي، د ژمي او یخ موسم وي او لکه څرنګه چي وړاندي زکر سوه د بي بنیاده دلایلو پر اساس دغه هلک بې له دې چي غسل وکړي په هم هغه د جنابت په حالت هغه پاته اویا خو د ټولي رمضان د میاشتي روژې او لمونځونه وکړي ، دا د شریعت له نګاه څخه څه حکم دي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د جنابت په حالت کي چي ئې څومره روژې نیولي دي هغه ئې صحیح دي، او د جنابت په حالت کي چي ئې څومره لمونځونه کړي دي هغه ئې ټول باطل دي قضاء به ئې را ګرځوي.
او د الله جل جلاله څخه دي د بخښني طلب هم کوي. والله اعلم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  يحرم على الجنب والحائض والنفساء ما يحرم على المحدث حدثاً أصغر: من صلاة وطواف ومس مصحف أو جزئه، كما يحرم على الجنب قراءة القرآن ودخول المسجد. الفقه الاسلامي: ج۱، ص۳۸۳.
(۲): وعن ابن عمر قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لا یقرا الحائض ولا الجنب شيئاً من القرآن». رواه ابو داود والنسائی و ابن ماجة.ومشکوة.
(۳): و عن علی قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لا تدخل الملائكة بيتاً فيه صورة، ولا كلب، ولا جنب . رواه ابوداود والنسائی، مشکوة مخالطة الجنب.
(۴): اتفق الفقهاء على أنه لا يشترط الخلو عن الجنابة. الفقه الاسلامي: ج۲، ص۶۱۷. شروط صحة الصوم.
(۵): قال صاحب المرقاة ای الذی اعتاد ترک الغسل تهاونا حتی یمر علیه وقت صلوة فانه مستخف بالشرع. مرقاة باب مخالطة الجنب.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته