تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۸۱)
نوم: حکمت الله حنیفي
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
سوال : که یو څوک دوي یا درې ښځي لري دی طلاق واخلي او د ښځي نوم نه واخلي کومه ښځه پر طلاقیږي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په بیان سوي صورت کښي خاوند( میړه) ته اختیار دی چي کومه ښځه د طلاق له پار ټاکي کوي پر هغي طلاق واقع کیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فان قال امرأته طالق، وله امرأتان کلتا هما معروفتان یصرف الطلاق الی أیتهما شاء. الفتاوي التاتارخانیة، کتاب الطلاق، ایقاع الطلاق بطریق الاضمار و ترک الاضافة. ج۳، ص۲۸۱، ادارة القران کراچي.
(۲): و کذا في الفتاوي الهندیة بحواله فتاوي قاضیخان، الفصل الاول فی الطلاق الصریح. ج۱، ص۳۵۸، مکتبه رشیدیة.
(۳): فتاوي محمودیة: ج۱۲، ص۱۹۶،
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان