تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۲۱۱)
نوم: راز محمد
د اوسېدو ځاى:(هلمند افغانستان)
سوال : که چیري یو څوک په زړه کي وسوسې کوي او یا په زړه کي د طلاق اراده ورته پیدا سي هغه هم د کلما طلاق او یا هم په زړه کي د شرکي الفاظو د ویلو اراده ورته پیدا سي خو دی هغه ونه وايي مازي په زړه کي اراده پیدا سي تر خوله ئې را ونه باسي او بیا ملا ته ولاړ سي د هغه څخه پوښتنه وکړي د طلاق په باره کي په دې سره خو به طلاق نه واقع کیږي؟
جواب : حامداً و مصلياً
دا شیطاني وسوسې دي په دې طلاق نه واقع کیږي، او نه هم څوک په ګنهګاره کیږي، دغه ډول که څوک په زړه کي د طلاق ورکولو اراده وکړي بیا هم طلاق نه واقع کیږي، طلاق هغه وخت واقع کیږي چي څوک په خوله یاپه لیکلي ډول د طلاق په الفاظو خپلي ښځي لره طلاق وکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي مَا وَسْوَسَتْ بِهِ صُدُورُهَا مَا لَمْ تَعْمَلْ ، أَوْ تَكَلَّم. متفق علیه. مشکوة المصابیح: ج۱، ص۱۸، باب فی الوسوسة، الفصل الاول، مکتبه عمریه.
(۲):وشرعا ( رفع قيد النكاح في الحال ) بالبائن ( أو المآل ) بالرجعي ( بلفظ مخصوص ) هو ما اشتمل على الطلاق... وركنه اللفظ المخصوص...الخ. الدرالمختار مع ردالمحتار: ج۲، ص۴۴۹، کتاب الطلاق، مکتبه رشیدیة.
(۳): فقد أفاد أن ركنه شرعا اللفظ الدال على إزالة حل المحلية. البحرالرائق: ج۳، ص۲۳۵، کتاب الطلاق، مکتبة رشیدیة.
(۴): وشرعاً: حل قيد النكاح، أو حل عقْد النكاح بلفظ الطلاق ونحوه. أو رفع قيد النكاح في الحال أو المآل بلفظ مخصوص..... واللفظ المخصوص: هو الصريح كلفظ الطلاق، والكناية كلفظ البائن والحرام والإطلاق ونحوها. ويقوم مقام اللفظ: الكتابة والإشارة المفهمة. الفقه الاسلامي وادلته: ج۷، ص۳۵۶، طبع دارالفکر، بیروت.
(۵): والطلاق في عرف الفقهاء هو : رفع قيد النكاح في الحال أو المآل بلفظ مخصوص أو ما يقوم مقام. الموسوعة الفقهیة الکویتیة: ج۲۹، ص۵.
(۶): فتاوي دارالعلوم دیوبند: ج۹، ص۳۶.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ومولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+