تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: خپلي ښځي ته مي وويل خلع درکوم.
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 12, 2020
  0

نوم: خان

ولايت: لوګر

هيواد: افغانستان

مسلسله شميره: (۲۹۶۲)

پوښتنه: زما ښځي خلع رانه غوښته خو زه یې نه ورکوم بیا یی ژړا فریاد کولو ما ورته وویل چي مابین کي به څوک وټاکو چي صلح راوکړي خو هیڅ یي نه منل او بیا يو ملاصاحب ورته ویلي وه چې خاوند دي مبایل کي دا درته ووایي چي زه خلع درکوم ما ورته ویل چي دي سره خلع نه واقع کیږي خو نه یي منل نو بې عزتی یې جوړوله ژړل یی وائی زهر خورم، ما خالی په خوله له ډیره فشار نه ورته وویل چی سمه ده خلع درکوم نو زړه کي مي هیڅ اراده نه وه ما ویل چې اوس دا ورته ووایه چې لږ آرامه سي بیا به ورته ووایم چې دارقم خلع نه واقع کیږي نو هغه دوی ته چې کوم ملاصاحب دا خبره کړې هغه وهابې دی او که شافعي مذهبه دی معلوم نه دی راته خو حنفي نه دی.

نو هیله کوم اوس خلع واقع ده کنه جواب که لږ ژر وسو؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جواب: حامداً ومصلیاً

داسي وینا د خلع وعده ده، البته خلع نه په واقع کیږي.

                     

والله اعلم بالصواب

------------------------

 

لما فی الهندیة : وشرطه (ای الخلع) شرط الطلاق. (الفتاونی الهندیه ج۱/۴۸۸ الباب الثانی فی الخلع).

وفی تنقیح الحامدیة : صیغة المضارع لایقع بها الطلاق إلا إذا غلب فی الحال. (الفتاوی تنقیح الحامدیة: ج۱/ص۳۸/کتاب  الطلاق).

وفی احسن الفتاوی : صیغه مستقل سی طلاق نهین هوتی. احسن الفتاوی : ج۵/۱۴۸/ بحواله شامی : ج۲/ص۴۶۶.

 

---------------------------------------------

الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي

المجیب: عبدالوليالمتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته