د تعلیم الاسلام مهالنۍ مجلې یولسمه (۱۱) ګڼه تازه د چاپه راوتلې ده چي په زیات تیراژ چاپ سوې او بازار ته وړاندي سوې ده. دا مجله پر مختلفو اسلامي، علمي، تعلیمي، تربیتي او نورو ګټورو لیکنو او شعرونو مشتمله ده. مینه وال کولای سي د تعلیم الاسلام مهالنۍ مجلې نوې (۱۱) ګڼه په کندهار ښار کي د عامه کتاب خانو څخه په ارزانه قیمت تر لاسه کړي.
تعلیم الاسلام مهالنۍ مجله ددې ادارې یوه مهمه څانګه ده چي تر اوسه یې الحمدلله ۱۱ ګڼي چاپ سوي دي او په زیاته کچه مېنه وال لري.