حضرت انس رضي الله عنه فرمایي: کله چي به رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سمع الله لمن حمده وویل (او د رکوع څخه به راپورته سو) نو (دومره ډېر وخت به) ودرېدی چي حتی موږ به (په زړه کي ویل) چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو رکعت پرېښووی. بیا به سجدې ته ولاړی او د دوو سجدو ترمنځ به دومره وخت کښېنستی چي موږ به (په زړه کي) ویل چي ده مبارک سجده پرېښول. رواه مسلم