تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حر او حريت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 11, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حر او حريت


حر انسان هغه دی چي په ديانت، سياست، اقتصاد، فکر او تصميم کي خپلواک وي او په يادو برخو کي د هيڅ پردي لاس او فکر تر تأثير لاندي نه وي.


مسلمان په دين کي ځکه حر دی چي د ده دين اسلام د پوره تکامل درلودلو له کبله هيڅ بل دين ته اړتيا نه لري او تر قيامته پوري د ده د ټولو اړتياوو او نيمګړتياوو جواب ويونکی دی.


مسلمان په سياست کي ځکه حر دی چي د مسلمان سياسي ليد لوری اسلامي نظام دی کوم چي د مسلمان د مسلمانۍ سره په تمامه معنی تړلی دی او اسلامي نظام د اسلام څخه نه بېلېدونکی سياست دی.


مسلمان که خپل سياسي تګلاره د اسلام په چوکاټ کي خوندي وساتي هيڅ وخت به د حکومتولۍ او حاکميت په برخه کي د سقوط او ناکامۍ سره مخامخ نسي او په هر ډول شرايطو کي به د ځواکمن اسلامي نظام درلودونکی وي.


په اقتصادي برخه کي مسلمان هغه وخت خپل حريت خوندي کولای سي چي په ټولو مالي برخو کي شرعي اصول په پام کي ونيسي او په ټولو معاملاتو کي د ديني اساساتو سره سم اجراات وکړي.


په فکر، فرهنګ او تصميم کي د مسلمان لپاره حريت ځکه ثابت دی چي اسلام يې د فکري خپلواکۍ، په ځان باور، بډايه فرهنګ او قوي تصميم نيولو تضمين کړی او تر څو چي مسلمان د مستقيم مسير څخه نه وي اووښتی تر هغه وخته به په ټولو یادو برخو کي د پوره خپلواکۍ، آزادۍ او حريت څښتن وي.


که غواړی خپل پوره او اصلي حريت د تل لپاره وساتی نو د نفس، شيطان، بهرني دښمن، داخلي خاين او منفي ګرايۍ سره په تمامه معنی مبارزه وکړئ او د عقل څخه په استفاده خپل حريت وساتئ او نورو انسانانو ته هم د حريت الهام ورکړئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته