حضرت ابوهریره رضي الله عنه فرمايي چي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګري وو چي حضرت بلال رضي الله عنه ولاړ سو او اذان يې وکړی کله چي هغه (د اذان څخه) فارغه سو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم شخص چي دغه ډول په یقین (د زړه په اخلاص) سره وویل هغه به جنت ته داخل سي. رواه النسائي