تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ نولسمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 2, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۱۹)

۲۲: حدیث:


عن جابر بن عبدالله مرفوعا: اذا کان یوم القیامة قال الله: این الذین کانوا ینزهون اسماعهم و ابصارهم عن مزامیر الشیطان؟ میزوهم، فیمیزون فی کثب المسک والعنبر، ثم یقول الملائکة: اسمعوهم تسبیحی و تحمیدی، قال: فیسمعون یاصوات له یسمع السامعون بمثلها قط.( اورده ابن حجر فی الفوائد الملتقطة من مسند الفردوس للدیلمی (۴۴۴)، کنز العمال، جامع الفوائد، جواهر الحصین.)


 ژباړه: حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله ﷺ وفرمایل: د قیامت په ورځ به الله جل جلاله ږغ وکړي چي هغه خلک کوم دي چي خپل غوږونه او سترګي ئې د شیطان د موسیقۍ د آلاتو څخه ساتلي دي؟


الله جل جلاله به و ملائیکو ته ووايي چي دا خلک د نورو خلکو څخه بېل کړئ، ملائيکي به دوی بېل کړي، بیا به ئې د مشکو او عنبرو پر غونډیو باندي کښېنوی، وروسته به الله جل جلالهو ملائيکو ته ووايي زما پاکي او زما لویې و دوی ته ووایاست، ملائیکي به تسبیح او تمجید په داسي ښکلي اواز سره ورته ووايي چي هیچا به مخکي نه وي اورېدلي. 


۲۳:حدیث: 


و قد روی مرفوعا هذا المغنی من حدیث ابی موسی الاشعری انه قال: قال رسول الله ﷺ : من استمع الی صوت غناء لم یؤذن له ان یسمع الروحانیین. فقیل: و من الروحانیون یا رسول الله ﷺ ؟ قال: (قراء اهل الجنة) .

(اخرجه الترمذی الحکیم ابو عبدالله فی نوادر الاصول، و هکذا فی کنز العمال)


 ژباړه: حضرت ابو موسی اشعري  رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله ﷺ و فرمایل:  هغه کسان چي و غزلو ته غوږ نیسي، و دوی ته به اجازه نه وي چي په جنت کي د روحانینو ښکلي اواز واوري، د رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وشوه چي روحانین څوک دي؟ نو رسول الله ﷺ ورته وویل چي دا د جنت قاریان دي.


۲۴: حدیث:


عن زید بن ارقم قال: بینا رسول الله ﷺ یمشی فی بعض سکک المدینة اذا مر شاب و هو یغنی، فوقف علیه فقال:ویحک یا شاب، هلا بالقرآن تتغنی؟ قالها مرارا.( اورده ابن حجر فی الفوائد الملتقطة من مسند الفردوس للدیلمی (۲۷۸۱)، ذم الملاهی (۴۳) و من طریقه البیهقی فی السنن الکبری (۲۱۰۰۹) وفی شعب الایمان (۴۷۴۸)


ژباړه: زیدبن ارقم رضی الله عنه روایت کوي چي یو وخت د مدینې په یوه کوڅه کي یو ځوان چي غزل ئې ویل د نبی کریم ﷺسره تېرېدئ، رسول الله ﷺ ورته وویل چي پر تا دي افسوس او هلاکت وي اې ځوانه! ولي ته قران نه وايې؟!، داجمله ئې درې ځلی ورته تکرار کړل.


۲۵:حدیث:


عن ابی امامة مرفوعا: والذی بعثنی بالحق ما رفع رجل عقیرته بالغناء الا بعث الله عنه ذلک شیطانین یرقدان علی عاتقیه ثم لایزالون یضربان بارجلهما علی صدره.  ( رواه مختصرا الامام احمد فی مسنده (۲۲۱۶۹) والطبرانی فی تفسیر ایة لهو الحدیث، والطبرانی فی المعجم الکبیر(۷۸۰۵) و (۷۸۲۵) و (۷۸۶۲)، و ابن ابی الدنیا فی ذم الملاهی (۲۴) و (۴۱) و (۶۰) والبیهقی فی السنن الکبری (۱۱۰۵۶) والرویانی فی مسنده (۱۱۹۲)


ژباړه: حضرت ابو امامه رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله ﷺ  و فرمايل: کله چي یو څوک د غزل ویلو اواز پورته کړي، الله جل جلاله دوه شیطانان ورته راولېږي، او دده پر وږو کښیني او ددې سړي تي (پستان) پخپلو پندو تر هغه وخته پوری وهي تر څو دی غزلې پرېږدي. 

 

نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته