ليکنه: ډاکټر محمد مستنصرMBBS, PGDN, MSc
ترتيب : محمداسمعيل شهاب
د شکري تشخيص
د شکري د ناروغي تشخيص چي څومره ژر صورت ونيسي د ناروغ د صحت لپاره ښه ده، خو له بده مرغه زموږ ناروغان ډېر ناوخته ددې ناروغۍ معاینات کوي، او يا هم ناروغ هيڅ باور نه کوي چي زه دي شکر ولرم، په داسي حال کي چي دا ناروغي اوس زیاته او ډېری ناروغان يې په پېچلو پړاونو کي د تشخيص لپاره روغتون ته مراجعه کوي.
د شکري علايم:
۱ – ډېره تنده.
۲ – ډېري بولي (ادرار) کول.
۳ – زياته لوږه.
۴ – کمزوري.
۵- د بدن درد.
۶ – د وزن کموالی.
دا کلاسيک علايم د ناروغۍ په شروع کي موجود وي، د زيات ادرار له امله تنده زياته وي، د ادرار د زياتوالي لامل دا دی چي په بدن کي ګلوکوز ماليکولونه ډېر سوي وي، هغوی له پښتورګو څخه د وتو پرمحال له ځانه سره اوبه هم باسي، چي له امله يې د ادرار مقدار زيات او د اوبو له امله انسان تږی کيږي، له بدن څخه د ګلوکوز د وتلو په نتيجه کي سړی وږی کيږي، او په بدن کي د نه استعمال له امله بدن کمزوروي، دردمن او وزن په کمېدو شروع کوي.
د شکري د تشخيص لپاره دوه عام معایناته کيږي:
۱ – د ويني د ګلوکوز اندازه کول.
۲ – په ادرار کي د ګلوکوز د شتون اندازه کول.
۱ – د ويني د ګلوکوز اندازه کول: د ويني د ګلوکوز د معلومولو لپاره دوه معایناته کيږي.
لومړی يې (Random Blood Glucose) بولي: چي يو بېړنی معاینات دی، په دي کي د ناروغ د ګلوکوز کچه (200mg/dl، 400mg/dl، 600mg/dl، يا هم 800mg/dl) وي، دا معاینات د لوږي او مړښت دواړو په مهال کېدايسي په دې ازموينه کي د يوه روغ کس د ګلوکوز اندازه تر (160mg/dl) لوړه نه وي.
دوهمه ازموينه (Fasting Blood Glucose) بولي: دا ازموينه سهار مهال په داسي حال کي ترسره کيږي چي ناروغ څه شی نه وي خوړلي په دې ازموينه کي د يوه روغ کس د ويني د ګلوکوز اندازه (100-mg/dl) وي او هيڅکله هم تر (110mg/dl) نه لوړيږي، خو د شکري د ناروغ دا اندزه ۴۰۰،۳۰۰،۲۰۰ او آن تردې هم لوړه وي.
د هغو ناروغانو لپاره چي د شکري علايم يې کم خو د ويني د ګلوکوز کچه يې لوړه وي، ورته ده (Glucose Tolerance) ازموينه تر سره کيږي.
د دې ازمويني د ترسره کولو لپاره ناروغ په لوږه لابراتوار ته ځي، د ويني نمونه يې اخيستل کيږي، وروسته ورته (75 ګرامه) ګلوکوز په يوه ګلاس اوبو کي حل او ورباندي څيښل کيږي، کله چي يې وڅيښي هر ۳۰ دقيقې وروسته يې د ويني نمونه اخيستل کيږي، لږ تر لږه يې بايد هري دېرش دقيقې وروسته شپږ نمونې واخيستل سي،
د نړيوال روغتيايې ټولني د نظریاتو سره سم کله خوړو دوه ساعته وروسته د چا د ګلوکوز اندازه بيا د(200mg/dl) یا له دې نه لوړه وي، نوشکر يې تشخيص سوېده نو پدې طريقې سره هم د ناروغ شکره تشخيص کيږي.
کله چي د چا د شکري ناروغي تشخيص سي، نو خورا خفه وي، او وايي چي دا رنځ به ټول عمر راسره ملګری وي، خو د خفګان ځای نه دی، او که همت وکړل سي، په پرله پسې ډوله خپل خوراک کنترولول اوپه وخت سره درمل ورکول سي، نو د نورو کسانو په څېر به عادي ژوند ولري.
د شکري ناروغي څه شي ده؟
دا ډېر مهم سوال دی چي د هر ناروغ ذهن يې ځواب ته سترګي په لاره دی، زموږ په بدن کي تر معدې لاندي يوه عضوه ده، چي پانکراس ورته وايي، د پانکراس يوه مهمه دنده د انسولين په نوم ديوه هورومون افراز ده.
انسولين له دماغ پرته د ټول بدن حجراتو ته د ګلوکوز دننه ايستلو دنده پر غاړه لري، کله چي د انسولين کچه کمه سي، نو د ګلوکوز کارېدنه هم ورسره کمه او په وينه کي يې کچه لوړه سي، کله چي په وينه کي د ګلوکوز کچه تر (180mg/dl) لوړه سي نو په پښتورګو کي د خپل مسؤليت له مخي له ادرار سره يو ځای خارجوي،چي له امله يې ادرار زيات او تنده او لوږه ورسره منځته راځي،
له بدن څخه د ګلوکوز د وتلو سره د سوديم او پوتاشيم مالګي هم وځي، د ګلوکوز د وتلو له امله بدن کمزوروي، او د نوموړو مالګو د کمښت له امله د عضلاتو درد منځته راځي، د ګلوکوز د اندازې د کمښت په مهال ځيکر له شحم او پروټين څخه ګلوکوز جوړوي، د انسولين د نه شتون له امله دا ګلوکوز هم د پښتورګو پواسطه د ادرار په ملګرتيا اطراح او بدن خورا کمزوری سي، که د ناروغ سمه درملنه ونه سي، نو آخر به يوازي هډوکي پاته او مرګ ته به انتظار کوي.
شکره ولي پيداکيږي؟
د شکري د پيداکېدو ډېر لاملونه دي د هغوله جملې څخه يې ځيني په لاندي ډول دي:
۱ – ارثيت
۲ – د وايرس حمله
۳ – د درملو کارونه
۴ – د وجود داخلي تغيرات
۵ – چاغوالی
۶ – نامعلوم العلته
د شکري ډولونه:
۱ – Diabetes Type I
۲ - Diabetes Type Il
۳ – Gestational Diabetes
۱ – Diabetes Type I
په دې ډول کي پانکراس هيڅ کار نه کوي او انسولين هيڅ وجود نه لري، د درملني لپاره يې انسولين ته شديد ضرورت دی.
ټايپ يو شکره په عام ډول له څلوېښت کلنۍ کښته او په ماشومانوکي وي، ددې ډول شکري د ناروغۍ وزن نورمال او ياکم وي، پدې ډول شکره کي د ناروغۍ علايم په خورا تيزي سره ښکاره کيږي.
۲ - Diabetes Type Il
پدې ډول شکره کي د ناروغ پانکراس د انسولين د جوړولو وړتيا لري، خو د انسولين دنده کمه سوېده ځکه نو درملنه يې نورو درملو ته هم اړتيا لري، د شکري دا ډول عموماً په هغه چا کي ليدل کيږي چي عمر يې له څلوېښت کلونو څخه لوړ وي، د دې کسانو وزن له نارمل څځه زيات او د ناورغۍ علايم يې ورو ورو شروع کيږي، د شکري دا ډول ډېری ارثي اړخ لري.
د حمل په مهال شکره:
د حمل په مهال په ډېرو مېرمنو کي د هورمنونو د تغيراتو له امله شکري ته ورته علايم ليدل کيږي، ددې ډول شکري پوره تشخيص نه يوازي مور ته حياتي ارزښت لري بلکي د ماشوم صحت ته هم خورا ارزښمتن دی. که درملنه يې ونه سي کېدايسی ماشوم ارثي نيمګړتياوي ولري.
----------------------