نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د مؤمن نارینه یا مؤمني ښځي ځان، مال او اولاد ته به همېشه مصیبت رسیږي تر دې چي هغه (د مړني بعده) د الله تعالی سره ملاقات کوي نو پر ده به هیڅ ګناه نه وي (د مصیبت په وجه به يې ټول ګناهونه بخښل سوي وي). رواه الترمذي وروى مالك نحوه