رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما روح يې په لاس کي ده تاسو به خامخا په نيکو کارونو امر کوئ او د بدو کارونو څخه به (خلک) منع کوئ او که چيري داسي ونه کړی نو ډېر ژر ده چي الله به له خپل طرفه پر تاسو داسي عذاب نازل کړي چي بيا به تاسو الله ته دعا کوی (چي دغه عذاب در څخه پورته کړي) مګر ستاسو دعاوي به نه قبليږي. رواه ترمذي