تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۴)
نوم: محمد قسيم
سوال : ماشوم څه وخت د يو بدکار په کولو ګنګهاره بلل کېږي يعني په څو کلني کي بيا دئ معزور نه دئ او په تېره بيا دکبيره ګناهونو په کولو کي ، مثلاً غلا ، زنا ، قتل او داسي نور .....................
جواب :
حامداً و مصلياً
په شريعت کي انسان د ټولو احکامو هغه که امر وي اوکه نهي هغه وخت مکلف ، پاپنده د جزا او سزا مستحق ګرځي چي دى بالغه سي (١). لکه څنګه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائي : کوچني ماشوم معذوره دى ترڅو چي غټيږي .
داچي هلک او ماشوم کله بالغ بلل کیږي ددې اصلي بنياد پر څو نښو دى، مثلاً:
(١) : ترنامه لاندي ورېښتان يې راسي ،(٢) : بريتونه يې راسي ، (٣): د تخرګو ورېښته يې راسي ،(٤) احتلام یا خوب وويني انزال سي .
که بيا هم دغه علامات پر خپل وخت او عادت سره ظاهره نه سي نو بيا دهلک او انجلۍ دواړو لپاره بلوغ ته د رسېدو عمر ١٥ کاله دى او فتوي دامام ابو حنيفة رحمة الله عليه په مذهب کي پر همدغه قول ده . (۲)
د بلوغ کمه موده چي تر هغه په کمه کي د بلوغ دعوه بلکل نه صحيح کبږي د هلک لپاره ١٢ کاله او د انجلۍ لپاره ٩ کاله ده (۳). البته نابالغه که د ثواب کار وکړئ ثواب ورکول کیږي .
او همدا ډول نابالغه چي په دې پوهيږي چي دا کار ناروا دى لکه شراب څښل ، قتل ، زنا ، سود او داسي نور ، دده لپاره هم حرام دي ، لکه د غټ لپاره که څه هم حد نه پر جاري کیږي. همدا ډول که په کوچني باندي بل څوک دغه کارونه وکړي دهغه لپاره هم حرام دي .
دنابالغه لپاره د مور او پلار مکلفيت دادى چي دده شرعي تربيه وکړي او په لمانځه او نورو نیکو کارو يې امر کړي .
جواب : مولوي سيدعبدالباري
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ مرفوعا: رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلاَثَةٍ: عَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ وَعَنِ الْمُبْتَلَى حَتَّى يَبْرَأَ وَعَنِ الصَّبِىِّ حَتَّى يَكْبَرَ . رواه الامام احمد ، وابو داود والنسائى. اعلاء السنن ،ج٢ ، رقم الحديث ، ٦٤٠ .
(۲): معارف القران ، ج٢ ، ص٣٠٥.
(۳): قاموس الفقه ، ج٢ ، ص٣٢٧ .