رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (د مشورې) مجلسونه امانت وي
(ددې مجلسو خبري افشاء کول جایز نه دي مګر) بېله درو مجلسو څخه، یو هغه مجلس چي په حرامه طریقه سره د یو چا وینه پکښي وبهیول سي (د قتل پلان جوړ سي) دوهم هغه چي په حرامه طریقه د شرمځای د حلالولو کوښښ پکښي وسي دریم هغه مجلس چي په هغه کي په ناحقه طریقه سره کوم مال واخیستل سي. (ددې ډول مجلسو خبري پټول جایز نه دي). رواه ابوداود واحمد