تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زړه د سختۍ یو سبب (قصه)
  تعلیم الاسلام
  March 9, 2015
  0

 یو وار و حضرت ام سلمی رضی الله تعالی عنها ته د یو ځای څخه غوښي راغلې او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښي ډيري خوښي وې د دغه سببه حضرت ام سلمی رضی الله تعالی عنها خپلي خادمي ته وفرمايل چي غوښي په تاخچه کي کيږده، شايد چي حضرت رسول الله صلی الله عليه واله وسلم ئې وخوري، دې غوښي په تاخچه کي کښيښودې دغونه وخت وو چي يو سائل او سوالګر راغي او پر دروازه و دريدۍ ناره ئې وکړه چي يو شی د خداي پر نامه راواستوئ الله پاک دي خير درکړي، د کور د خوا څخه جواب ورکول سو چي الله پاک دي تا ته هم خير او برکت  درکړي په دغه لفظ کي دا اشاره ده چي هيڅ شی د ورکولو د پاره موجود نسته، هغه سائل ولاړی.

 
همدومره وخت وو چي رسول الله صلی الله عليه و سلم تشريف راوړی او يې فرمایل چي ستا سره د خوراک يوشی سته اې ام سلمی (رضی الله تعالی عنها)؟
 
دې مبارکي وفرمایل چي هو سته. و خادمي ته ئي وويل ورسه هغه غوښي دده مبارک د پاره راوړه، خادمه د غوښو را اخيستلو د پاره ولاړه چي ګوري هلته د غوښو نوم هم نسته فقط د يو سپيني ډبري يو ټکړه پرته ده ، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمایل چونکه تا سائل جواب کړی چي شی نسته نو له دې سببه دغه غوښه ډبره وګرځېدله . (رواه بيهقي في دلائل نبوت ، مشکواة ۱۶۶).
 
فائده : غور وکړئ چي د الله پاک پر نامه د نه ورکولو نتيجه دغه نحوست سو چي د دغو غوښو ذات او حقيقت تبديل سو او ډبره وګرځېده، دغه رنګه هر وخت څوک چي فقير ته بهانه کوي او پخپله ئې خوري هغه ډبري خوري چي اثر ئې دا دی چي سنګدلي او د زړه سختي ئي ډيريږي.
 
د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاندان سره خو د الله تعالی ډير عنايت او رحمت دی ، ددې سببه ئي د دغو غوښو صورت ښکاره په ښکاره بدل کړی د پاره ددې چي د دغو غوښو د خوړلو څخه و ساتل سي.
 
ماخذ : بهشتي زيور، جلد اول صفحه: ۳۹-۴۰
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته