ژباړه: صدیق الله صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت سلېمان بن يسار رحمه الله يو ډېر ښايست او پرهېزګاره بزرګ وو. يو ځل هغه د مدينې منورې څخه د خپل يو ملګري سره د حج په سفر ولاړئ. پر لاري يې د ابواء نومي ځاى کي واړول او هلته يې خېمه ودرول. د هغه د سفر ملګري د خوراک و څښاک د شيانو راوړلو له پاره بازار ته ولاړ. يوې صحرايي ښځي د غره د لوړي څوکي څخه سلېمان بن يسار رحمه الله په خېمه کي ناست وليدئ، پر هغه عاشقه سول او د غره څخه ورته راکښته سول. کله چي و ده ته راغله نو هغه ښځه هم په ښايست کي کمه نه وه.
هغې ښځي د حضرت سلېمان بن يسار رحمه الله څخه يو څه وغوښتل. سلېمان بن يسار رحمه الله فکر وکړئ چي د خوراک يو شى غواړي، نو دى د سترخان و خوا ته ور روان سو چي د خوراک يو څه ورکړي. هغې ښځي ورته وويل: زه دا نه غواړم، زه هغه غواړم کوم چي انسان يې له خپلي ښځي څخه غواړي.
حضرت سلېمان بن يسار رحمه الله ورته وويل: ته زما و خوا ته شيطان رالېږلې يې، دا يې وويل او پر زنګنو يې سر کښېښووئ او په ژړا يې شروع وکړل په زوره – زوره يې ژړل. ښځي خو دا حال وليدئ د خېمې څخه ووتل او دى ناست وو ژړل يې.
په دې وخت کي د ده ملګرى راغلئ، دى يې وليدئ چي ژاړي او سترګي يې پړسېدلي دي. ملګري چي يې دا حال و ليدئ نو پوښتنه يې وکړل: آيا بچيان در په ياد سول؟
سلېمان بن يسار رحمه الله ورته وويل: نه! بلکي ته نه وې ما ته يوه کيسه پېښه سول او بيا يې هغه کيسه ورته بيان کړه. د هغه ملګري چي کيسه واؤرېدل نو هغه هم په زوره ژړا شروع کړل.
حضرت سلېمان بن يسار رحمه الله پوښتنه ورڅخه وکړل: ته ولي ژاړې؟
هغه ورته وويل: زه ځکه ژاړم که چيري زه ستا پر ځاى واى نو ما به دومره صبر نه واى کړى. دوى دواړه په ژړا وه.
کله چي مکې مکرمې ته ورسېدل د طواف او سعي څخه فارغه سول، نو حضرت سلېمان رحمه الله حجر اسود ته مخامخ په يوه پټو کي نغښتي ناست وو چي په خوب کي د يو ډېر ښايسته او حسين کس زيارت يې وکړ. د هغه څخه يې پوښتنه وکړل:
ته څوک يې؟
هغه ورته وويل: زه يوسف علیه السلام يم.
ده پوښتنه ځني وکړل: آيا هغه رښتينى يوسف علیه السلام ته يې؟
هغه ورته وويل: هو! هغه زه يم.
بيا ده ورته وويل: ستا او د زلېخا کيسه ډېره عجيبه ده.
حضرت يوسف علیه السلام ورته وفرمايل: د ابواء د ښځي کيسه تر دې هم ډېره عجيبه ده.
ماخذ: بې داغه ځواني