د عزت اصل پرهیزګاري اوپاکي ده
لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په اصل کي دانسان سپکوالی یا دروندوالی په ذات ، کورنۍ ،او نسب کي نه دی بلکي څوک چي څومره نیک خویه ، ادب لرونکی ، اوپرهیز ګار وي نو هغومره د الله تعالی په نزد د عزت او اکرام خاوند وي ، د نسب حقیقت خو دادی چي د ټولوخلګو نسب په یوه سړی او یوې ښځي پوري ختمیږي یعني پرحضرت آدم (عليه السلام)او بي بي حواء پاته ذاتونه او خاوندانو نه خو الله تعالی صرف د پيژندګلوي لپاره ټاکلي دي ، بیشکه څوک چي الله تعالی په یوښه اوعزتمند خاندان کي پيداکړی نو دا یو غوره والی دی لکه څرنګه چي چاته ښائست ورکړي ، خو داشی ددې لائق نه دی چي دکمال اوفضیلت معیاردي وګڼل شي او نورخلګ سپک وګڼل شي ، البته شکراداء کول په کار دی چي الله تعالی چاته داسي څه نعمت ورکړی وي، په شکرکي دا هم داخل دي چي له فخراوغرور څخه ځان وژغوري اودغه نعمت په سپکوعادتونو خراب نه کړي اود عزت اصل معیار نسب نه بلکي پرهیزګاري اوپاکي ده او پرهیزګارکله چاته کتلای شي.
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net