وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ. الایة
ترتيبوونکی: ډاکټر علي احمد "قانع"
ترېنر متخصص، مېرویس روغتون
لکه څنګه چي په دې درو لسيزو کي زموږ وطنوال د جنګ تر تاثير لاندي راغلي دي،نو په عمومي صورت په ښځو او نارينه وو کي سره علمي سطحه کښته سوې ده. له دې کبله زموږ ډېر نوي زېږېدونکي کوچنيان د يو الهي نعمت (د مور له شيدو) څخه بې برخي دي.
ځيني غلط رواجونه زموږ په ولايتونو، اولسواليو او کليو کي خپاره سوي دي. کله چي کوچنی پيدا سي، وايي د څو ورځو لپاره د مور شيدې مه ورکوئ، چي کانډياتي دي. ښه مثال يې د غوا شيدې دي. کله چي د غوا بچی پيدا سي، نو تاسي يې دستي لوشی او پر هغه بيا خپل دوستان مېلمانه کوی، چي موږ په عاميانه اصطلاح کي ورته اورږه وايو.
همدارنګه د مور شيدې فوراً کوچني ته ورکولای سو. څرنګه چي له ولادت څخه وروسته دستي يو ډېر غټ اختلاط ورکوي؛ چي هغه عبارت د خونريزۍ څخه دی او نږدې د مور ژوند په خطر کي اچوي. د (اوکتوسيسين) هورمون، چي په وينه کي افرازېږي، د ويني پر جريان تاثير لري او د هغه د توقف سبب ګرځي.
ګرانو وطنوالو ته زموږ دا توصيه ده، چي زموږ د تجربو پر بنسټ د کندهار ميرويس حوزوي روغتون په نسائي او ولادي وارډ کي ډېري مېندي کوچني ته د شيدوپه ورکولو سره د ډېر غټ عمليات او حتى د مرګ څخه د الله جل جلاله په مرسته ژغورل سوي دي. ټولو هغو خويندو او مېندو ته، چي دغه ليکنه لولي، زموږ توصيه ده، چي تر نورو پوري يې هم ورسوي.
١- د مور له شيدو څخه د تغذيې يوه ليکلې کړنلاره ولرئ او نوموړې کړنلاره د روغتيايي پالنو خپلو ټولو کارکوونکو ته تل ابلاغ کړئ.
٢- روغتيا يي پالونکي دي خپل ټول کارکوونکي د دې کړنلاري د پلي کولو لپاره د اړتياوړ مهارتونو په برخه کي وروزي.
٣- ټولي اميدواري ميندي دي د مور له شيدو څخه د تغذيې په ګټو او اهميت پوهي کړه سي.
٤- له مېندوسره مرسته وکړئ؛ تر څو له زېږېدني وروسته سمدستي د خپل تي له شيدو څخه د ماشوم تغذيه کول پيل کړي.
٥- مېندو ته د تي له شيدو څخه د تغذيې پيل کول او د تي له شيدو څخه د تغذيې ادامه، حتى هغه وخت چي له خپلو نويو زېږېدلو ماشومانو څخه لېري هم وي، ور وښياست.
٦- نويو زېږېدلو ماشومانو ته د مور له شيدو پرته نور خواړه او د څښلو شيان مه ورکوئ؛ مګر دا چي د روغتيا له نظره ګټور وي.
٧- مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو ته اجازه ورکړئ، تر څو تل په يوه خونه کي سره يو ځای وي.
٨- د ماشوم له غوښتني سره سم د مور له شيدو څخه تغذيه تشويق کړئ.
٩- شيدې خوړونکو ماشومانو ته ساده يا د شيدو چوشک او پوډري شيدې مه ورکوئ.
١٠- د مور له شيدو څخه د تغذيې د ملاتړ د ډلو جوړېدل ترويج کړئ او مېندي له روغتونونو او کلينيکونو څخه د رخصتېدو پر مهال نوموړو ډلو ته راجع کړئ.
١١- د مور شيدې اقتصادي تمامېږي.
١٢- د مور شيدې د ويټامينونو د لرلو له اړخه مكمله غذاء ده.
١٣- د مور شيدې د مريضۍ څخه پاکي دي.
١٤- د مور شيدې ډېر ژر او عاجله غذاء ده.
١٥- د مور شيدې ورکول د مور او ماشوم ترمنځ محبت پيداکوي.
١٦- هغه مېندي چي خپلو کوچنيانو ته شيدې ورکوي د تي د سرطان څخه خوندي وي.
١٧- هر څومره چي ژر- ژر ماشوم ته تی ورکوي، په هغه اندازه شيدې زياتيږي.
ځيني مېندي ادعاء کوي، چي شيدې نه لري؛ مګر داسي نه ده. هر څومره چي کوچنی ژر- ژر شيدې روي، په هغه اندازه شيدې ډېريږي.
د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د نسائي او ولادي وارډ د تجربو پر بنسټ هغه مېندي، چي کوچنيانو ته عاجل شيدې ورکړي، د ولادت څخه وروسته چي کومه خونريزي ده، ډېر ژر يې مخنيوی کوي.
ګرانو خويندو او مېندو!تاسو ته مو توصيه داده، چي کوچنی ژر- ژر تي ته واچوئ! تر څو هم تاسي او هم مو کوچنی روغ رمټ وي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه