تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حيا يوه ستره بېلګه
 
  May 27, 2015
  0
رالېږونکی: حمد دانش
 
فاطمه رضي الله عنها د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زړه ټوټې چي کله د رنځ په بستر قرار درلود نو د بيمار پرسې له پاره ورته اسما بنت عميس رضی الله عنها راغله له بيمار پرسۍ پس مبارکي فاطمې رضی الله عنها خپلې اوښلني سترګې د اسماء رضی الله عنها په لور ور واړولې او ويې ویل:

اسما رضی الله عنها زه دا ډېره بده ګڼم چي يوه ښځه  له مرګه څخه د پردو نارينه  وو په اوږو بار وي او يا يې په وړاندي پرته وې  په داسي حال کي چي د تن ، بدن انعکاس يې له ورايه کيږې.

اسماء  رضی الله عنها: ای د نازولي پيغمبر صلی الله علیه وسلم د زړه ټوټې  موږ د هجرت په کور حبشه کي داسي نعش (جنازه ) ليدلې چې د انسان د اعضاوو (اندمونو) انځور نه ښکاره وي ؛ درته به يې جوړ کړم ، له لندو تاندو يې يو شکل ورته جوړ کړ ، او بيايې کپړه  پرې واچوله د (کجاوې) په توګه يې د ښځي ټول تن مستور ساتی ، مبارکي "بي بي " يې په ليدلو ډېر د خوښۍ اظهار وکړ ، او ويې ويل : اوس نو د نر او ښځې توپېر له ورايه معلومیږي.

او ويې فرمايل: اللهم استرها کما سترتني.

ژباړه : ای الله ! ته نوموړي بي بي مستوره ، پرده دار ه کړې ، لکه چي زه يې مستوره کړم.

که د دې مبارکي تېر بيان شوي حالت ته ځير شو نو ويلای شو چي د پوره حيا برخمنه وه ، د مرګ په مهال يې هم ستر  ، حجاب ، حيا د ځان له پاره اړين ګام باله.

ايا د ننني عصر ښځي چي  د اسلام تر چتر لاندي هم قرار  لري , او  د عيش او عشرت  له  پلوه بډايې دي الله جل جلاله به  په لرونکي ستر ، حيا ، سنګار ، صورت ،  سيرت  ، تقوی ، د نوموړو  مقام خپل کړي؟ کلا، ثم کلا، ثم کلا. (د اوس وخت ښځي باید نهايي زیات کوښښ وکړي تر څو د ستر د ستر عزتمند حکم په واسطه ځان ته لوړ مقام حاصل کړي).

صلاح البيوت: ج۱، ص ۲۸۶
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته