لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۳۱)
په هندوستان کي انکار حدیث
د لومړي ځل لپاره د احادیثو څخه د انکار فتنه عبدالله چګړالوی رامنځته کړه، دی مخکي غیر مقلد وو، بیا له احادیثو منکره سو، ټول امت مسلمه یې زخمي کړ، عبدالله چکړالوی به ویل: د انبیاء او رسولانو اقوال، افعال قولی او فعلی دا یو پخوانۍ ناروغي ده.
دده تر مرګ وروسته حافظ اسلم جیراجپوري ددوهم ځل لپاره دا فتنه راژوندۍ کړل، دی غیر مقلد وو بیا یې وروسته له مبارکو احادیثو څخه یې انکار وکړ، حافظ اسلم به ویل: نه پر حدیثو زما ایمان دی نه د احادیثو پر راویانو باندي، نه د حدیثو پر سند باندي، زه تعجب کوم چي پر داسي غیر یقیني شیانو باندي د قرآنکریم په شان ایمان راوړم او د قرآنکریم په شان یې حجت وګڼم. (مقام حدیث ج: ۱، ص: ۱۶۹)
له هغه څخه وروسته غلام احمد پرویز بټالوی دا خپل مسلک او عقیده وټاکل او د رسول الله ﷺ و دوښمنۍ ته یې ملا وتړل، دی وايي چي په احادیثو سره کومه عقیده نسي ثابتېدلای او زه د قرانکریم هغه تفسیر منم چي ما ته منسوب وي، یا سر سید احمد خان یا حافظ اسلم جیراج کړی وي، یا وروسته نیاز فتچوری، ډاکتر غلام جیلانی برق، ډاکتر احمد دین، علامه مشرقی، تمنا عمادی پهلواروی او داسي نور...
یادونه: دغه منکرین حدیث (عبدالله چکړالوی، حافظ اسلم جیراجپوری، نیاز فتچوری او نور..) داټول اول غیر مقلدین وه.( تجلیات صفدر، ج: ۳، ص: ۶۰۵، ۶۰۶)
میرزا غلام محمد قادیاني چي د نبوت دعوه یې وکړه دا هم په لومړي ځل کي غیر مقلد وو. (تجلیات صفدر، ج: ۳، ص: ۶۰۶)
نور بیا...
www.taleemulislam.net