تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روغ غاښونه
  تعلیم الاسلام
  September 6, 2017
  0

 

 لیکنه: محمد حسن" هڅاند" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


غاښونه د الله تعالی يو ډير ښه نعمت دی، چي په پاک ساتلو کي ئې بايد پوره پاملرنه وسي؛ د غاښونو د خرابوالي له امله د انسان د بدن بېلا بېلي برخي د خطر ناکه ناروغيو سره مخ کيدای سي. 
 
د روغو غاښونو ارزښت:
 
  • د روغو غاښونو په واسطه کولاي سو، چي هر قسم خواړه ميده کړو او د هضم لپاره ئې آماده کړو. 
  • که چيري زموږ غاښونه روغ وي، نو خوله بد بوی نه پيدا کوي .
  • د خبرو اوخندا په وخت کي روغ غاښونه انسان ته ښکلا ورکوي .
  • د روغو غاښونو په واسطه کولای سو، چي کلمات په ښه ډول  اداء کړو.
  • د روغو غاښونو په واسطه وجود روغ او صحت مند وي .
 
د روغو غاښونو او وريو پېژندل او د هغو د ناروغيو لاملونه:
 
روغ غاښونه سپين او ځلانده وي او روغي ورۍ نصواري ته ورته  ګلابي رنګ لري  او غاښونه ئي په خپل ځان کي کلک نيولي وي، مګر د لاندي لاملونو له امله غاښونه او ورۍ په ناروغيو اخته کېدلای سي .
 
د مسواک يا برس څخه ګټه نه اخستل.
په غاښونو باندي د کلکو شيانو ماتول،  لکه: بادام، پسته  او داسي نور،  چي بايد په غاښونو باندي مات نه سي.
ډير خواږه شيان خوړل، لکه: خوږې چای، چاکلېت، ګوړه، سندل، خواږه شربت اوداسي نور.
د سګريټو، نصوارو  او چلم استعمال غاښونه خرابوي. 
 
د غاښنو او وريو معمولي ناروغۍ:
 
هره ورځ زموږ په خوله کي يو شمېر ميکروبونه وده کوي که چيري غاښونه په منظم ډول ونه مينځل سي، دا ميکروبونه زياتيږي په پاي کي د غاښونو پر شاوخوا يوه سپينه ژړ بخنه طبقه منځ ته راځي.
 
که چيري نوموړي طبقه پاکه نه سي، ورو- ورو کلکيږي، دوخت په تيريدوسره  د وريو د پاړسوب او ويني کېدو سبب ګرځي، چي په نتيجه کي ئې لومړي غاښونه لوڅيږي او اوږده ښکاري، بيا سستيږي او بالآخره لويږي .
 
سوروالی، پاړسوب او ويني کېدل د وريو او غاښونو د شا اوخوا انساجو د ناروغيو لومړنۍ مرحله ده، چي د خولې د پاکوالي د نه مراعاتولو په نتيجه کي رامنځ ته کيږي. ددې لپاره، چي د نوموړي ناروغۍ مخنيوی وکړو بايد هره ورځ خوله او غاښونه په مسواک او برس باندي پاک ومينځو.
 
ځيني خواړه، لکه: بوره چاکليټ بيسکيټ اوداسي نور که په غاښونوکي پاتي سي دخولې ميکروبونه هغه خواړه خوري او يو ډول تيزاب جوړوي، دغه تيزاب په غاښونو بد اثرکوي، چي په پايله کي لومړى دغاښونو رنګ بدليږي اوداغ پيداکوي وروسته سوري پکښي پيداکيږي، کوم ته چي په عامه اصطلاح دغاښو چينجن کېدل ويل کيږي. دغاښونورنګ بدليدل اوچينجن کېدل په لمړۍ مرحله کي، چي دغاښ منځنۍ برخي ته نه وي رسيدلي دردنه کوي اوکيدای سي، چي په دې مرحله کي د ډاکټر په واسطه په اسانى تداوي سي، خو که ئې علاج ونه سي وار په وار د غاښ سوري لوييږي، دغاښ منځنى برخه او په آخرکي د غاښ ريښو ته رسيږي، هلته د ميکروبونو او خيرو د جمع کيدو سبب ګرځي، په دې مرحله کي غاښ ډېر دردکوي، که چيري سورى سوی غاښ د ډاکټر په واسطه ډک نه سي، د يوه غاښ ناروغي ډېر ژر بل غاښ ته انتقالېدای سي.
 
دغاښونودمينځلو لاري:
 
١- غاښ دي په دوراني ډول سره مسواک یا برس کړل سي. لږ تر لږه دي په هرغاښ باندي لس ځله برس يا مسواک ووهل سي. 
٢- د وريو له خواڅخه د غاښونو په طرف مسواک په کراره کش کړل سي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۸ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته