تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د نبوت تر مخه د نبي ﷺ مصروفيت
  تعلیم الاسلام
  December 7, 2016
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
رسول الله ﷺ فرمايي چي داسي نبي نسته چي د پسو چوپاني دي يې نه وي کړې، نو دغه وظيفه ټولو انبياء عليهم السلام پر ځاى کړې ده.
 
پسونه تر نورو حيواناتو ځکه  انتخاب سوي چي د پسو په چوپاني  کې  ډير زيات حکمتونه نغښتي دي او نسبت نورو ته ډير نرم او ضعيف حيوانات دي او د  انبياوو عليهم السلام د شپني کولو حکمتونه علماوو په لاندي ډول بيا کړي دي:
 
  • د هغو د پاره مناسب واښه، ځاي او اوبه غوره کول.
  • د يوه ځاي څخه بل ځاي ته د ټولو راټولول چي په دې سره صبر زياتيږي او په امت  کې  يووالی راوستل اسانه کيږي.
  • د هغو د مختلفو مزاجونو څخه خبرېدل
  • د کمزوري پسه راپورته کول
  • پر کمزوري رحم او زړه سوی کول 
  • د وړ او غوره يوه معلومول
  • د کار ښه التزام او رعايت کول
  • د الله  تعالی  په قدرتونو کې تفکر کول
 
کله چي يو څوک په دغو چارو پوه سي نو د بنده ګانو شپني هم کولاي سي او د حيواناتو د اداره کولو څخه د انسانانو اداره کولو ته پرمختګ کوي، په دې ډول د امت د چارو د اداره کولو او تنظيمولو د پاره يوه مقدمه ګرځي، او دا يو ډير ستر حکمت دی.(۱)
 
د چوپانۍ څو ګټي او د رسول الله ﷺ په ژوند  کې  د هغو ښه پايلي:
 
 اول: پر حيواناتو رحم او مهرباني، چي دغه خوى په رسول اللهﷺ کې موجود ؤ، رسول اللهﷺ يواځي دا نه چي پر انسانانو مهربانه ؤ، بلکه حيواناتو هم د دهﷺ د رحمت او مهربانۍ برخه حاصله کړې ده، چي دغه رحم په شرعي احکامو  کې  ډير واضح او ښکاره دى، مثلاً :
 
  • د حيوان د حلالولو د پاره به چاړه تېره وي
  • يو حيوان به د بل حيوان و مخ ته نه حلاليږي
  • پر حيوان به ظلم نه کوې
  • حيوان به وږی او تږۍ نه پرېږدي
  • پر حيوان به د ده تر طاقت زيات بار نه باروې
  • پر حیوان ترحم کول
  • او داسي نور.
 
 دوهم: په چوپاني کې حلم او صبر حاصليږي، پسونه شا وخوا پاشل  کيږي د هغو د را ټولولو او يو ځاى کولو طريقه زده  کيږي، پسونه بايد د دښمن څخه وساتل سي، چي دا ټوله د امت د يو ځاى کولو او ساتلو د پاره تجربې وې او  رسول اللهﷺ دا هم زده کړه چي خپل مصرف په خپل لاس پيدا کړي.
 
دريم: کوم نفر چي په دښت  کې  د پسو په پېولو مشغول وي نو  دی تنها وي او تنهايي سړی و فکرکولو ته پرېږدي، په آسمانو، ستورو، لمر او سپوږمۍ  کې  فکر كوي، دغه برابر نظام او الْهي قدرتونو ته ګوري چي دغه افکار د انسان د روح د صفايي او پاک والي سبب ګرځي، مګر کوم کسان چي په ښارو کې اوسيږي هغه په تګ او را تګ مشغوله وي، د نوي خبرو په اورېدو مصروف او فکر يې ګډ وډ وي، انسان د الله تعالی په قدرتو کې و فکر كولو ته نه فارغه  کيږي.(۲)
 
ددې وظيفې د اجراء کولو بل حکمت دا دی چي د انبياوو عليهم السلام د وظيفې مطابق يې وظيفه اجراء کړه او بل دا چي په دې کې  د رسالت د درانه بار د پاره پکښي تياري راتلی او په دې ذريعه سره الله تعالی دی مبارک د خپلي ټولني د بدو کړونو څخه ساتی.
 
 
د جاهلي ټولني د اغېز څخه حفاظت
 
د نړۍ په جاهل ترينه ټولونه کې بيا هم پاک، صادق، امين او محبوب ځوان وو چي د ټولني هيڅ اغېز ورباندي ونه لوېدی. دا د الله عزوجل لخوا ځانګړې ساتنه وه او دده مبارک د نبوت مقدماتي مراحل وه ځکه انبياء عليهم السلام عموماً د نبوت مخ کې د هر ډول ګناهونو او عيبونو څخه پاک وي څو خلګو ته د رسالت په قبلولو کې بهانه پاته نه سي او په اسانۍ سره دده نبوت قبول کړي.
 
هيڅکله يې د بت عبادت نه دی کړی، نه يې د دوی شرکې  اعمال ترسره کړي او نه يې د هغې ټولني د فسق او فساد په کړونو کې ادني شرکت کړی دی.
 
همدارنګه رسول الله ﷺ تر نبوت او رسالت د مخه د ځوانۍ په مرحله کې د الله عزوجل په ساتنه د هر شر او هر ناوړه کاره څخه ساتل سوى ؤ، يواځي دا نه چي د شرک او د بتانو د عبادت څخه ساتل سوى ؤ بلکه د هر هغه عادي او کوچني شيانو څخه چي فقط يوه اخلاقي خِدشه به پکښې موجوده وه د هغو ټولو څخه رب عزوجل ساتلى ؤ، هغه کارونه چي په اهلِ مکه کې هيڅ عيب نه بلل کېده او د ژوند عادي کارونه وه بيا هم الله عزوجل خپل رسولﷺ د هغو کارو څخه ساتلى ؤ چي د هغې جملې څخه به څو در ته بيان سي: 
 
يو وخت رسول اللهﷺ او د ده د چوپانۍ ملګري تر مکې مکرمې دباندي پسونه پېول، نو يې و هغه خپل  ملګري ته و ويل: که ستا خوښه وي نو ته زما مېږو ته هم ګوره زه به مکې ته ولاړ سم او د مکې د نورو ځوانانو په شان به ساعت تيري وکړم، هغه هلک مننه وکړه او زه مکې ته ولاړم.
 
د مکې په اوله کوڅه کې مي ډنګ، ډونګ واورېدی تر پوښتني وروسته راته وويل سوه چي دا د فلاني واده دی چي د فلانۍ سره يې کړی دی. زه هم د سېل د پاره کښېنستم، الله پاک زما غوږونه بند او تر هغو بيده سوم چي د لمر تودوالي راويښ کړم. ملګري ته ولاړم هغه پوښتنه را څخه وکړه چي څه دي وکړه؟ ما ټوله قصه ورته وکړه چي تللی يم بيده سوی يم هيڅ مي نه دي ليدلي. بله شپه مي چي بيا هيله وکړه او مکې ته ولاړم نو د لومړۍ شپې په شان بيا بيده پاته سوم. له دې وروسته مي د بدۍ هيڅ هوډ نه دی کړی.(۳)
 
نو په دا ډول ټولنه کې چي هلته دا کړني هيڅ عيب نه بلل کېدې رسول الله ﷺ د دغسي کړنو او مجالسو څخه په پوره ډول وساتل سو نو همدا يې د نبوت يو لوی دليل دی.
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل
 
نور دلایل دلته کلیک کړئ: د نبوت دلائل
 
------------------------------------------------------
 
۱: الحكمة في رعي الأنبياء الغنم قبل بعثتهم www.islamweb.net 
 
۲: د سرورِ کائنات ﷺ ژوند: ج۱، ص۸۵
۳: رحيق المختوم: ص ۸۴
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته