تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبي ﷺ او نورو انبیاؤ علیهم السلام د معجزو پرتله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نبي کريم ﷺ او نورو انبياوو  علیهم السلام  معجزې

 

حضرت نوح علیه السلام :
حضرت نوح  علیه السلام  خپل قوم ته ښيرا وکړه، ښيرا قبوله سوه، بالاخره د اسمان او مځکي څخه پرېمانه سيلابونه راغلل او قوم هلاک سو.


د نبي کريم ﷺ دعا د طايف د خلګو د ايمان په اړه هم قبوله سوه او د مکې د فتحي په ورځ ډلي ډلي خلګ په اسلام کي داخل سوه، دا ډول که د نوح  علیه السلام  مؤمنان په کښتۍ کي نجات حاصل کړی دی، لیکن بېله کښتيه د بحر لخوا د خلګو وړل ډيره لويه معجزه ده چي دغه معجزه د رسول الله ﷺ صحابه وو ته واقع سوې ده لکه علاء بن الحضرمي، ابي مسلم الخولاني او ابو عبيده الثقفي  رضی الله عنهم  ته.

 

که حضرت نوح  علیه السلام  ته د اسمان او مځکي څخه اوبه راوتلي وې نو د نبي کريم ﷺ د دعاء په برکت هم په مختلفو حالاتو کي د اسمان څخه اوبه اوريدلي او حتی د مبارکو ګوتو څخه يې چينې بهېدلي دي چي دا د مځکي تر چينې بهيدلو ډيره عجيبه ده.(۱)

 

د حضرت ابراهيم  علیه السلام  معجزې
کله چي حضرت ابراهيم  علیه السلام  کفارو اور ته وغورځوی نو د الله تعالی  له لوري اور ورته يخ او سلامت وګرځېدی.

علماء وايي چي زموږ نبي  علیه السلام  ته د مبارک ولادت په وخت کي د فارس اور مړ کړل سو چي نبوت لا ۴۰ کاله بعد ورکول کېده او د فارس اور د مياشتو د سفر په اندازه ليري هم وو.  ددې امت بعضي کسان اور ته غورځول سوي دي خو د نبي کريم ﷺ په برکت اور اغېز نه دی پر کړی لکه د ابومسلم الخولاني او  د تميم داري رضی الله عنهما لخوا يو ډير لوی اور په لاس شړل.

 

د ابراهيم  علیه السلام  په اشاره مړه مرغان بيرته راژوندي سول.

 

نبي کريم ﷺ ته تر دې اعلی معجزه ورکول سوې ده، په زهرو لړل سوو غوښو خبري ورسره کړي، ډبرو او درختو به سلام ورته کاوه، د خرما تنې ورته ژړلي ، طعام تسبيح ورته ويلي دي. نو په جماد (غيرحيه اجسامو) کي د ژوند حلول د حيوان تر ژوندي کولو ډير لوی دی ځکه حيوان يو وخت د ژوند محل وو خو جماد نه وو.

 

حضرت ابراهيم  علیه السلام  بتان مات کړي دي، نبي کريم ﷺ هم د مکې د فتحي په ورځ ۳۶۰ بتان مات کړل.

په حضرت ابراهيم  علیه السلام  باندي د مځکي او اسمانو عجايبات ليدل سوي، همدارنګه نبي کريم ﷺ هم د معراج په سفر کي د الله  تعالی  سره ملاقات کړی، د کائناتو ډير هيښونکي مناظر يې ليدلي او د ملائکو او د انبياوو عليهم السلام سره یې ملاقات کړی دی.


او داسي نور ډير امتيازات چي ابراهيم  علیه السلام  ته ورکول سوي دي زموږ نبي کريم ﷺ ته هم ورکول سوي دي.(۲)

 

د حضرت موسی  علیه السلام  معجزې
د موسی  علیه السلام  لکړه به په يوه لوی مار بدله سوه، يعني په جماد کي به ژوند حلول وکړی.


نبي کريم ﷺ ته تر دې اعلی معجزې ورکول سوي دي، لکه عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  چي فرمايي: موږ به د نبي کريم ﷺ سره ډوډۍ خوړل نو د طعام تسبيحات به مو اورېدل.(بخاري)

 

لکه مخکي چي ذکر سوه چي نبي کريم ﷺ ته ډبرو او درختو سلام کاوه او د خرما تنې ورته ژړلي دي او داسي نور...
موسی  علیه السلام  ته د ډبرو څخه چينې راوتلې خو نبي کريم ﷺ ته د خپلو مبارکو ګوتو څخه چينې راوتلې چي دا تر هغه په څو چنده لوی اعجاز دی چي زرګونه کسان د ګوتو څخه د راتوونکو اوبو په واسطه اوبيږي.

 

موسی  علیه السلام  چي به لاس خپل بغل ته کړی نو لاس به يې رڼا کول او د نيل بحر يې په اشاره دوې برخي سو، د نبي کريم ﷺ په يوه اشاره د اسمان سپوږمۍ دوه ځايه سول، بېله کوم شک څخه دا ستره معجزه ده. همدارنګه اسيد بن حضير او عباد بن بشير رضی الله عنهما چي کله د شپې د نبي کريم ﷺ څخه رخصت سول نو په دوی کي د يوه لکړه روښانه سول چي د هغې په روښنايي کي يې تګ کاوه کله چي دوی دوه سره جلا سوه نو د هغه بل لکړه هم رڼا شروع کړه.(۳)

 

د حضرت داود  علیه السلام  معجزې
د حضرت داود  علیه السلام  سره به غرونو او مرغانو تسبيحات ويل او په لاس کي يې اوسپنه نرمېدل.


مخکي يادونه وسوه چي طعام به د نبي کريم ﷺ په حضور کي تسبيح ويل او ډبرو او درختو به سلام ورته کاوه، همدارنګه د نبي کريم ﷺ په لاس کي به کوچنیو ډبرو هم تسبيحات ويل او صحابه کرامو به اورېدل. او حيواناتو به رسول الله ﷺ ته د خپلو مالکانو په شکايت راتلل او مړه حيوان به خبري ورسره کولې. په دې اړه ډير زيات واقعات رانقل سوي دي.(۴)

 

د حضرت سليمان  علیه السلام  معجزې
حضرت سليمان  علیه السلام  ته الله تعالی باد مسخره کړی وو چي د يوه ځای څخه به يې بل ځای ته دده تخت رساوه.
زموږ نبي کريم ﷺ ته هم دا معجزه ورکول سوې وه چي د خندق په غزا کي تيز باد پر کفارو مسلط سو او مسلمانان يې د شره خلاص سول. همدارنګه د معراج په شپه په معجزانه سرعت سره لومړۍ د مکې څخه بیت المقدس ته او بیا د بیت المقدس څخه اسمانونو ته په يوه شپه ولاړی، هلته يې ملاقاتونه وکړل او بيرته په همدغه شپه راغلی.


حضرت سليمان  علیه السلام  ته پيريان مسخره سوي وه، نبي کريم ﷺ هم عفريت پيری نيولی وو خو د سليمان  علیه السلام  د دعاء په وجه يې بيرته خوشي کړی او زموږ د نبي کريم ﷺ د نصرت او حفاظت لپاره ملائکي راغلي دي.(۵)

 

د حضرت عيسی  علیه السلام  معجزې
د حضرت عيسی  علیه السلام  معجزه دا وه چي مړي به يې د الله په اذن ژوندي کول.


زموږ نبي  علیه السلام  ته به د خرما تنې ژړل، ډبرو او درختو به سلام ورته وايه، شګو او ډوډۍ به تسبيحات ورته ويل، د مړ او کباب سوي حيوان غوښو به د زهرو په اړه خبر ورکوی.


امام شافعي رحمة الله علیه فرمايلي دي چي الله  تعالی هيڅ نبي ته داسي معجزې نه دي ورکړي لکه حضرت محمد ﷺ ته، عمرو بن سواد وويل: عيسی  علیه السلام  ته يې د مړو ژوندي کولو معجزه ورکړې ده. امام شافعي صاحب ورته وويل: حضرت محمد ﷺ به د خرما د تنې ژړا او فرياد اورېدی، دا تر هغه ډير ستر دی. (۶)

 

په هغه څه کي د ژوند حلول راتلل چي هغه هيڅ ژوند نلري، تر هغه څه ډير معجز دی چي هغه يو وخت ژوند درلود لکه مړ انسان. 


ددې ترڅنګ په ځينو رواياتو کي راځي چي د نبي کريم ﷺ په برکت ځيني کسان ژوندي سوي هم دي او يا يې تر مرګ وروسته خبري کړي دي.(۷)


د حضرت عيسی  علیه السلام  يوه معجزه دا وه چي په يوه دم به يې مورزاده ړوند او پيس جوړېدی. زموږ د نبي کريم ﷺ په اړه تر دې ډير واقعات راغلي دي چي مختلف امراض او ناروغۍ دده مبارک په يوه دم جوړ سي دي، مثلاً:

نبي کريم ﷺ د خيبر د غزا په ورځ د حضرت علي  رضی الله عنه  په سترګو چوف وکړی چي ځای پر ځای يې سترګي روغي سوې، تردې وروسته بيا نه دی ناروغه سوی. (متفق عليه)

 

نبي کريم ﷺ د عبدالله بن عتيک  رضی الله عنه  ماته پښه مسح کړه کوم چي د ابورافع يهودي د وژلو په ورځ ماته سوې وه، د عبدالله بن عتيک ماته پښه ځای پر ځای روغه سوه او داسي احساس يې کاوه چي هيڅکله يې پښې ته صدمه نه ده رسېدلې. (بخاري)

 

يوه ړوند شخص نبي کريم ﷺ ته راغلی او د خپلو سترګو د خلاصېدو دعاء يې وغوښتل، نبي کريم ﷺ ورته وفرمايل چي اودس وکړه، دوه رکعته لمونځ اداء کړه، يوه دعاء يې ور وښول چي د لمانځه وروسته يې ووايي، نوموړي دا کار وکړی، بالاخره د هغه سترګي جوړي سوې.(ترمذي)

 

دغه ډول د لاس او پښو د پرېکېدو، په بدن کي د زخمونو، د بدن د اعضاوو د سوځلو، دردونو او نورو امراضو په اړه صحابه کرامو  رضی الله عنهم  و رسول الله ﷺ ته رجوع کړې ده او دده مبارک په دم، چوف او لاس تېرولو هغوی سمدستي جوړ سوي دي.(۸)

 

همدارنګه کومي نوري معجزې چي و حضرت عيسی  علیه السلام  ته ورکول سوي دي، زموږ نبي کريم ﷺ ته هم ورکول سوي دي چي تفصيل يې د نبوت د دلائلو په مشهورو کتابونو کي موجود دي.(۹)

 

خلاصه دا چي کومي معجزې چي نورو انبیاء علیهم الصلاة والسلام ته ورکول سوي دي، خاتم النبیین ﷺ تر هغو په اعلی ډول معجزې ورکول سوي دي چي شمېر يې زرګونو ته رسیږي.

 

يوه شاعر دا حقيقت پخپل شعر کي څومره ښه واضح کړی دی:

 

حسنٍ يوسف، دم عيسي، يد بيضا داري
آنچه خوبان همه دارند، تو تنها داري

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱: دلائل النبوة: باشنفر ، ج۱، ص۱۰-۱۱
۲: دلائل النبوة: باشنفر ، ج۱، ص۱۱-۱۵
۳: مخکنی مصدر: ج۱، ص۱۵-۲۲
۴: دلائل النبوة: باشنفر ، ج۱، ص۲۳-۲۴
۵: مخکنی مصدر: ج۱، ص۲۹-۳۰
۶: فتح الباري شرح صحيح البخاري: ج۶، ص ۷۳۸،
۷: دلائل النبوة: باشنفر ، ج۱، ص۳۵
۸: دلائل النبوة: باشنفر ، ج۱، ص۳۷-۴۰
۹: مخکنی مصدر: ج۱، ص۴۰-۴۴

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته