ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا د الله تعالی عادت الهي دی چي کله خپل يو پيغمبر رالېږي او خپل کلام هغه ته نازلوي نو خلګو ته ددغه کلام د ثابتولو لپاره په دې کلام کي د راتلونکي وخت د واقعاتو مخکي خبر ورکوي. که څه وړاندويني خو نجومګران هم کوي ليکن اول خو هغه يقيني نه وي، تر دې چي هيڅ نجومګر دا دعوه نه ده کړې چي دده هره وړاندوينه صحيح سوې او هيڅکله غلطه سوې نه ده. دوهم دا چي د الله تعالی سنت دا دی چي کله يو څوک د نبوت د درواغجني دعوې سره څه وړاندويني وکړي هغه نه پوره کوي.
قرانکريم په دې حيثت چي د الله تعالی کلام دی ډيري وړاندويني کړي دي او هغه ټولي بېله استثناء څخه صحيح ثابتي سوي دي چي ددې څخه انکار د اسلام يو لوی دښمن لا هم نه سي کولای. (علوم القران) دلته خو هغه ټولي وړاندويني ليکل ممکن نه دي خو يو څو مخکي ذکر سوې یو څو دلته نوري دلته ذکر کوو:
۱۲، ۱۳، ۱۴: د مکې د فتحي او نورو واقعاتو وړاندوينې
(إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (۱) وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (۲) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (۳) (سورة النصر: ۱-۳)
كله چې د الله نصرت مرسته او فتح ( د مكې ) راشي او ته به خلګ وينې چي د الله په دين کښي به ډلي ډلي ننوځي. پس تسبيح پاكي وايه سره د حمد ثناء د رب خپل . او مغفرت بښنه وغواړه له ده څخه بيشكه چې دغه ( الله ) تل دى ښه توبه قبلوونكى د مستغفرانو ګنهګارانو.
د اکثره مفسرينو په نزد دا سورت د مکې د فتحي څخه څه مخکي نازل سوی دی. په دې مبارک سورت کي درې وړاندويني سوي دي:
- د مکې د فتحي زيری.
- اسلام ته د ډلو ډلو خلګو داخلېدل.
- د رسول الله ﷺ د وفات خبرتيا (ددې سورت په نازلېدو بعضي صحابه کرامو وژړل ځکه د اخري ایت په پيغام پوه سول).
د هجرت په اتم کال مکه فتح سوه، په نهم او لسم کال د هر طرف څخه د عربو، شام او عراق قبيلې د رسول الله ﷺ په خدمت کي حاضري سوې او ايمان يې قبول کړی او په ډلو ډلو خلګ په اسلام کي داخل سول. او د هجرت په يولسم کال رسول الله ﷺ د فاني دنيا څخه رفيق الاعلی ته ورسېدی.
د مکې د فتحي زيري د سورت الفتح په ۲۷ ايت کي هم راغلی دی او د القصص په ۸۵ ايت کي هم د مکې د فتحي زيري ورکول سوی وو:
إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ...
بيشكه هغه ( الله ) چې فرض ( نازل ) كړي يې دي په تا ( احكام د) قران خامخا بيرته هغه ځاى د وعدې ( مكې ) ته ستا بيوونكى دى.
کله چي رسول الله ﷺ د مدينې په لور هجرت فرمايه نو کله چي جحفې ته نژدې هغه سيمي ته ورسېدی چي د مکې لاره جلا کيږي نو د خپل وطن د جدايي احساس يې وکړی، په دې وخت کي الله تعالی ددې ايت په ذريعه تسلي ورکړه او وعده يې وفرمايل چي يو ځل بيا به پر دې مځکه د فاتح په حيث راوستل سې.(۱)
۱۵: د احزاب د غزا د کاميابۍ وړاندوينه
الله عزوجل فرمايي:
(أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ.) (سورة البقرة: ۲۱۴)
بلکي ايا ګمان کوی تاسي (اي مؤمنانو) چي ننه به وځي تاسو جنت ته حال دا چي راغلی به نه وي پر تاسي باندي په مثل (د سختيو) د هغو کسانو چي تير شوي دي پخوا له تاسي، چي دوی ته رسيدلي وه سختۍ (لکه فقر او مرض) او رنځ او ګرځول شوي وو دوی (په سختيو سره) تر هغه پوري چي ويل به (هم) رسول او (هم) هغو کسانو چي ايمان يې راوړی وو سره له ده چي: د الله نصرت به کله وي؟ خبر دار شئ او واورئ! چي بيشکه د الله نصرت (مومنانو ته) نژدې دی.
په دې قول کي الله تعالی د مسلمانانو سره وعده وکړه چي دوی به متزلزل کيږي تر دې چي د الله تعالی څخه به د مرستي او نصرت غوښتنه کوي.
او د نبي کريم ﷺ لخوا صحابه کرامو ته دا خبر ورکول سوی وو چي: نژدې ده چي هغوی پر تاسو راجمع سي او سختي او تکليف درباندي ډير سي (۲). بالاخره د الهي وعدې سره سم همدغسي وسول لس زره کسيزه لښکر د مسلمانانو خلاف راجمع سول او مسلمانان يې تقريباً يوه مياشت محاصره کړل، پر مسلمانانو يې حملې وکړې، په دغه وخت کي مسلمانان په ډيره سختۍ، بېره او اضطراري حالت کي وه او دا يې وويل: دا هغه څه دي چي الله او رسول يې راسره وعده کړې وه، بالاخره الله تعالی په جنت او نصرت سره زيری ورکړی.(۳) او دا وعده هم پر ځای سوه، مسلمانانو غلبه او فتح حاصله کړل او کفار د خپل ټول لښکر سره ناکام وتښتېدل.
۱۶: د کفارو په زړو کي د رعب اچولو وړاندوينه
(سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ...) (سورة آل عمران: ۱۵۱)
ژر به موږ د هغو کسانو په زړونو کي رعب وغورځوو چي کافران شوي دي په سبب د شريک نيولو د دوی په الله سره.
لکه څنګه چي د حمراء الاسد په غزا کي الله تعالی د کفارو په زړونو کي داسي رعب واچوی چي ددې سره چي په احد کي ظاهراً غالبه سوي وه خو بيا يې هم دلته همت ونه کړی، او د احزاب په غزا کي هم دغسي د کفارو په زړونو کي رعب ولوېدی چي د لس زره جنګيالو سره وتښتېدل، لکه الله تعالی چي فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا) (سورة الاحزاب: ۹)
اى هغو كسانوچې ايمان يې راوړى دى (اى مؤمنانو! ) يادكړئ تاسې نعمت دالله پرتاسې كله چې په ( غزوه د احزاب كې ) راغلې تاسې ته لښكرې ( د كفارو) نو مونږ پر دوئ باد ( د ناهيل ) راوليږه او داسې فوځونه ( د ملائكو) چې ( هيڅ ) نه ليدلې تاسې دوى ( يعنې دپرښتوفوځونه چې دكفارو په زړونوكې به يې رعب اوويره غورځوله ) . او الله پر هغو( كارو) چې تاسې يې كوئ ښه ليدونكى دى .
------------------------------------------------
۱: توضيح القران آسان ترجمه قرآن: ج۲، ص ۱۱۹۶
۲: التفسير المنير: د وهبة بن مصطفى الزحيلي، ناشر: دار الفكر المعاصر – دمشق، جزء ۲۱، ص۲۶۰
۳: اظهار الحق: ۱۰۰۲