تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: روژه ستر غنیمت دی
  تعلیم الاسلام
  May 20, 2018
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

د روژې میاشت د عبادتونو لپاره غنیمت ګڼل

 
د/ عبد الله بن عبد الرحمن البعیجان
ژباړه: جمشید حقیار ۲۳/ ۸/ ۱۴۳۸ هـ
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله الذي أنزلَ القرآنَ في شهر رمضان (هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ) [البقرة: ۱۸۵]، وفضَّلَ رمضانَ على غيرشه من سائِرِ الشُّهور والأزمان، أشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له شهادةَ حقٍّ وصِدقٍ وإيمان، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه سيِّدُ ولد عدنَان، وشَفيعُ العالَمين في يومٍ يَشِيبُ فيه الوِلدان، صلَّى الله عليه وعلى آلهِ وأصحابِه ومَن تبِعَهم بإحسانٍ. أما بعدُ:
 
د الله تعالی بندګانو! په ښکاره او پټه له الله تعالی څخه و وېرېږئ؛ ځکه تقوا او د الله تعالی وېره د لومړنیو او وروستنیو لپاره د هغه توصیه او سپارښتنه ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
 (وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ) [النساء: ۱۳۱]
 ژباړه: او بېشکه موږ تاسو او هغه کسانو ته حکم کړی دی، چي ستاسو څخه مخکي کتاب ورکول سوی وو، چی له الله څخه ووېرېږئ.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
ځیني وختونه د ښېګڼو او عبادتونو لپاره وي، په هغو کي د الله تعالی رحمتونه، مهربانۍ او برکتونه را کښته کېږي، له دې ښو وختونو څخه د رمضان مبارکه میاشت ده، په دې میاشت کي د دوږخ دروازې تړل کېږي او د جنت دروازي خلاصېږي، دا مبارکه میاشت درته را نژدې سوې، ستاسي او د دې میاشتي تر مینځ یو څو ورځي پاته دي، نو اې د ثواب او اجر غوښتونکې! د الله تعالی اطاعت او عبادت ته مخه کړه، اې ګناهګاره! نور ګناهونه پرېږده.
 
عبادت ته ځان تیار کړئ، له ځنډولو او وروسته کولو ځانونه وساتئ، دا یو څو ورځي او ساعتونه د ځان لپاره غنیمت وګڼئ، دا د بازیو او تفریحاتو وخت نه دی، دا د سستۍ او غفلت وخت نه دی، دا میاشت د ګناهونو او نافرمانیو لپاره نه ده؛ په دې میاشت کي هر عمل که ښه وي که بد، څو برابره حسابېږي، الله تعالی فرمايي: 
 
(وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ) [محمد: ۳۸] 
ژباړه: او چا چي بخیلي وکړه، نو هغه په حقیقت کي پر خپل ځان بخیلي وکړه.
 
په بل آیت کي فرمايي: (وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ ) [النساء: ۱۱۱]
 ژباړه: او څوک چي ګناه کوي، نو د هغه ګناه په حقیقت کي د هغه په زیان او تاوان کي ده.
 
نو الله تعالی ته له خپلو ځانونو خیر او ښه والۍ وښیاست، هغه څوک څومره بدبخت دی، کوم چي د الله تعالی له رحمته بې برخي سي.
 
باید ځانونه په توبه ایستلو او تقوا سره ورته تیار او برابر کړو، او همدا تر ټولو غوره توښه ده، الله تعالی فرمايي: 
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) [البقرة: ۱۸۳] 
ژباړه: اې مومنانو! پر تاسو باندي د مخکنیو خلګو په څېر روژه فرض سوه، د دې لپاره چي تاسي و وېرېږئ او (له ګناهونو) ځان وساتی.
 
په روژه کي محروم کسان
 
د الله بندګانو!
 
الله سبحانه وتعالی په تاسي روژه د لوږي، تندي او ستړیا په خاطر نه ده فرض کړې، بلکي د دې لپاره چي په تاسي کي تقوا او پرهېزګاري راسي، نو تر ټولو زیاته تقوا او پرهېزګاري مهمه او اړینه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (کله کله روژه نیوونکۍ داسي وي، چي له خپلي روژې څخه یوازي لوږه او تنده په لاس ورځي، او ځیني تهجد کوونکي داسي دي، چي له خپلو تهجدو څخه د ده برخه یوازي بد خوابي وي).
 
په بل حدیث کي راځي: (څوک چي (په روژه کي) ناوړه خبره او پر هغې عمل پرېنږدي، نو الله تعالی د ده د خوراک او څښاک پرېښودلو ته هیڅ اړتیا نه لري).
 
همداراز په بل حدیث شریف کي رازي: (روژه سپر ده، کله چي په تاسي کي د یو چا روژه وي، نو هغه دي ناوړه او شهواني کارونه نه کوي، همداراز له چا سره دي جګړه او شخړه نه کوي، که یو چا ښکنځل ورته وکړل، یا یې جنګ ورسره وکړ، نو ورته و دي وايي: زما روژه ده).
 
الله تعالی ته د مباحو شهوتونو په پرېښودلو سره هغه وخت تقرب او نژدېوالي حاصلېږي، چي ورسره نور ټول ګناهونه او حرام کارونه هم پرېښودل سي، نو په ښه ډول د رمضان روژه ونیسئ، ساتنه او حفاظت یې وکړئ، له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او پوه سئ، چي تاسي به یوه ورځ د هغه په وړاندي درېږی.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (څوک چي د ایمان په حالت کي د ثواب د تر لاسه کولو په نیت د رمضان د میاشتي روژې ونیسي، مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل سي، څوک چي د ایمان په حالت کي د ثواب د تر لاسه کولو په نیت د قدر شپه روڼه کړي، مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل سي).
 
 
د روژې ګټي او ځانګړتیاوي
 
اې مسلمانانو!
 
روژه له غوره عبادتونو او طاعتونو څخه ده، روژه د صابرینو عبادت، د متقیانو او کامیابانو د آخرت توښه ده، د روژې اجر او ثواب بیخي زیات دی، ګټه یې ډېره ده، روژه د ډېرو ناروغیو شفاء، د بدنونو او زړونو قوت، درمل، روزنه او جوړوالۍ دی، او تر دې ټولو ښه خبره دا چي روژه د رب عز وجل اطاعت او ګناهونو د بخښني سبب دی.
 
د روژې د غوره والي لپاره دا کافي ده، چي الله تعالی د بني آدم ټول عملونه پر دوو برخو وېشلي دي، روژه یې له ټولو عملونو څخه بېله د ځان لپاره ځانګړې کړې، او نور ټول عملونه یې له روژې څخه جلا کړي دي.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (د آدم زوی ته د هر عمل په عوض کي له لسو څخه نیولې تر اوو سوو پوري نېکۍ ورکوي، الله تعالی فرمایلي دي: مګر روژه داسي نه ده؛ ځکه روژه زما لپاره خاص ده، او زه یې ثواب او اجر ورکوم؛ ځکه دی زما لپاره خپل شهوت او خوراک پرېږدي، د روژه نیوونکي لپاره دوې خوشحالۍ دي: یوه خوشحالي هغه وخت ویني چي کله روژه ماته کړي او بله خوشحالي د روژې له امله هغه وخت ویني چي کله له خپل رب سره ملاقات وکړي، د روژاتي د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو تر بوی هم خوشبویه دی) مسلم.
 
الله تعالی د روژه نیونکو لپاره د جنت یوه دروازه ځانګړې کړې ده، چي پر هغه دروازه به نور نه ور داخلېږي، او الله تعالی د دوی لپاره داسي نعمتونه تیار کړي دي، چي په هغو کي به بل څوک ورسره شریک نه وي.
 
له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (په جنت کي د یوې درازې نوم ریان دی، له دې دروازې څخه به د قیامت په ورځ یوازي روژه نیوونکي جنت ته ننوزي، ږغ به وسي: روژه نیونکي چېري دي؟ بیا به ټول روژه نیونکي له همدې دروازي جنت ته ننوزي، کله چي ټول روژه نیونکي ور ننوزي، دروازه به وتړل سي، بیا به بل هیڅوک له دې دروازې څخه جنت ته داخل نه سي، کله چي یو دوی جنت ته ننوزي،  له جنت څخه به څښاک وکړي، بیا به هیڅکله تنده ونه ویني).
 
غافلینو ته د تقوا او ګټي یو بل فرصت
 
د الله بندګانو!
 
رمضان د مغفرت میاشت ده، په دې میاشت کي د بندګانو غاړي له اوره خلاصېږي، نو د الله تعالی ورکړو او نعمتونو ته ځان ور وړاندي کړئ، تقوا، غوره عملونه او دعاګاني الله تعالی ته وسیله وګرځوئ؛ ځکه الله تعالی ډېر زیات سخي، مهربانه او د غوښتنو پوره کونکۍ دی.
 
له انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو ځل نبي صلی الله علیه وسلم د منبر لومړۍ برخي ته وختی، او وې فرمایل: (آمین) بیا د منبر دوهمې برخي ته وختی، او وې فرمایل: (آمین)، بیا دریمي برخي ته وختۍ، او (آمین) یې ووایه، بیا د منبر سربېره کښېنستی، اصحابو رضي الله عنهم ورته وویل: په څه دي آمین ووایه؟ هغه وفرمایل: (جبریل علیه السلام راغلی، او راته وې ویل: هغه څوک دي خوار سي، چي ستا نوم د هغه مخ ته ذکر سي، خو پر تا درود و نه وايي، ما ورته وویل: آمین، بیا یې وویل: هغه څوک دي خوار سي، چي خپل مور او پلار د ژوند په حال کي ومومي، خو جنت ته داخل نه سي، ما وویل: آمین، بیا یې وویل: هغه څوک دي خوار او ذلیل سي، چي د رمضان میاشت پر راسي، خو ګناهونه یې ونه بخښل سي، ما ورته وویل: آمین).
 
له محرومیت، ناکامۍ، مصیبت او بد بختۍ څخه د الله تعالی پناه غواړو.
 
هغه چا چي په تېر رمضان کي سستي او غفلت کړی ؤ، او له هغه څخه یې ګټه نه وه اخیستې، نو الله تعالی یو ځل بیا مهلت او وخت ورکړ، بل رمضان پر راغلی، نو دی دي د الله تعالی په دې نعمت شکر وباسي، او د ناڅاپه مرګ د راتللو مخکي دي د خپل رب عبادت وکړي، او بیا دي داسي نه وايي، چي کاشکي، او افسوس ما ښه عملونه کړي وای، په هغه وخت کي بیا پښېماني او افسوس کول هیڅ ګټه نه لري، الله تعالی د دوی خبره داسي بیانوي: 
 
(رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ) [المنافقون: ۱۰] 
ژباړه: زما ربه! ما ته لږ وخت او عمر راکړه، چي ډېر خیراتونه وکړم، او ځان په ښو خلګو کي راولم.
 
په بل آیت کي د دوی خبره داسي را نقلوي:
( رَبِّ ارْجِعُونِ (۹۹) لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ) [المؤمنون: ۱۰۰،۹۹] 
 
ژباړه: تر دې چي کله له دوی څخه یوه ته یې مرګ راسي، نو ووايي: اې ربه! ما بېرته (دنیا ته) وګرځوئ، زه به په خپلو کمیو، نقصاناتو او پاته سوي عملونو کي ښه والۍ راولم، (الله تعالی فرمايي:) هیڅکله نه! بلکي دا د ده (د خولې تشه) خبره ده، او د دوی په مخ کي به د دوی د راپورته کېدلو تر ورځي پوري برزخ او پرده وي، (چي دوی به ژوند ته له ورتللو څخه راګرځوي).
 
خو الله تعالی فرمايي: (وَلَنْ يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا)
ژباړه: کله چي د یو چا د مرګ اجل او نېټه را ورسېږي، نو الله تعالی به هیڅکله (د هغه مرګ له خپلي نېټې څخه) ونه ځنډوي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
د نېکۍ او ښه عمل ستړیا، او سختي ډېر ژر له مینځه ځي، مګر په دنیا کي یې خوند او په آخرت کي یې اجر او ثواب پاتېږي، همداراز د ګناه خوند او لذت به ډېر ژر ختم سي، مګر بد بختي او زیانونه به یې په ټول عمر کي پاته وي، او په آخرت کي به د ګناه پر سر سزا او عذاب ورکول کېږي.
 
څوک چي ګناه او حرام عمل وکړي، نو لږ خوند به یې ژر ورک سي، مګر شرم او زیان به یې تر ابده پاته وي.
 
ګناه تر سر ته رسولو وروسته زیانونه او بدي پایلي لري، په هغه خوند او لزت کي به څه خیر وي، چي پایله او انجام یې اور وي.
 
أعوذُ بالله من الشيطان الرجيم: (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [النحل: ۹۷]
 ژباړه: که څوک نارینه یا ښځینه ښه کړنه وکړي، نو موږ به ورته خوږ او ښکلی ژوند ورکړو، او د دوی د کړنو په عوض کي به تر هغه ډېر ښه بدله او اجر ورکړو.
 
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
دوهمه خطبه
 
د هغه الله حمد او ثناء وایم، چي امن یې له ایمان سره یو ځای ذکر کړی، هغه فرمايي:
 
(الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ) [الأنعام: ۸۲]
 ژباړه: هغه ایمان راوړونکي چي له خپل ایمان سره یې ظلم او زیاتی نه وي ګډ کړی، همدوی د امن وړتیا لري، او همدوی د هدایت پر لار برابر دي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
عبادت د زړه اطمئنان، امن او آرامتیا ته اړتیا لري، خو کله چي زړونه و وېرول سي، نو بیا اطمئنان او خشوع له مینځه ځي، او په سجده او رکوع کي نقصان او کمی رازي.
الله تعالی پر موږ باندي په خپل هیواد کي د امن او ایمان نعمت کړی، او موږ یې له هغه فتنو او جنګونو څخه ساتلي یو، کوم چي په همدې عصر او زمان کي په نورو هیوادونو کي روان دي، دې فتنو کښتونه او نسلونه خراب کړل، او د خلګو یووالۍ یې مات کړ، نو امن د الله تعالی ستر نعمت او پېرزوینه ده، د دې نعمت په قدر یوازي هغه څوک ښه پوهېږي، چي د بې امنۍ په اور کي سوځي.
 
نو پر موږ لازمه ده، چي په هر وخت او زمان کي د الله سبحانه وتعالی حمد او ثناء ووایو، د هغه الله حمد وایو، چي موږ ته یې د امن او ایمان نعمتونه را کړي دي، د هغه الله حمد وایو، چي موږ ته یې د امن او ایمان نعمتونه را کړي دي.
 
پر موږ لازمه ده، چي د هغه چا په وړاندي د یو صف په ډول ودرېږو، څوک چي زموږ امن او امان خرابوي، زموږ په یووالي او صفونو کي فتنه او اختلاف پیدا کوي، او زموږ اجتماع او ټولۍ ته زیان رسوي، 
 
قدرمنو وروڼو – د دوی هدف زموږ عقیده او دین ته زیان رسول دي، کله چي مسلمانان د خپل دین له عبادتي موسمونو څخه یو موسم ته تیاري او آمادګي نیسي، نو دوی داسي چمونه، دسیسې او پلانونه په کار اچوي، تر څو د مسلمانانو د عبادت مخه ډب کړي، او په دوی کي فتنه واچوي، د اسلام د ارکانو موسمونه پر دې شاهد دي، د رمضان د میاشتي او د حج او عمرې موسمونه پر دې شاهد دي.
 
موږ لومړی پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرو، او وروسته پر خپلي پخې عقیدې او غښتلي قیادت باور لرو، چي د دې خائنانو چمونه او دسیسې ښنډي دي، او همدوی به یې وبال او سزا په خپله ویني.
خبر اوسئ!
 
 څوک چي خپل نفس او شیطان د دې حرمینو شریفینو د امن او آرامۍ خرابولو او ورانولو ته هڅوي، نو هغه په لوی خیانت او مکر کي واقع دی، او د دې ناوړه چم او مکر سزا به همدوی په خپله ویني.
خو زموږ دولت به هیڅکله له خپلي عقیدې او وحدت څخه وا نه وړي – باذن الله – او الله تعالی به خامخا د دې ځای د امن او دین ساتنه کوي، الله تعالی فرمايي:
 
( فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ (۳) الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ﴾ [قريش: ۱- ۴] 
ژباړه: نو دوی دي د دغه کور د رب عبادت وکړي، کوم چي دوی ته یې د لوږي په مقابل کي خوراک او له وېري څخه یې په امن کړل.
 
الله سبحانه وتعالی دي حرمین شریفین له هر تجاوزګر، ظالم، خائن او سرکښه څخه وساتي، الله تعالی دي دوی ته سزا ورکړي، الله تعالی دي د دوی ټولي فاسدي دسیسې ښنډي کړي، الله تعالی دي دوی له مینځه یوسي، او د نورو لپاره دې عبرت وګرځوي.
 
اې الله! د حرمینو هیواد وساته، اې الله! د حرمینو هیواد وساته، د حرمینو سرپرستي وکړه، اې الله! د حرمینو شریفینو امن، ایمان، یووالۍ او اجتماع د همېشه لپاره وساته، اې الله! په خپلي مهربانۍ سره حرمین شریفین له ښکاره او پټو فتنو وساته، یا ارحم الراحمین!
 
اې الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او قوت ورکړه، اې الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او قوت ورکړه، اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالت سم کړه.
 
اې الله! دغه ښار او د مسلمانانو ټولو ښارونو ته امن او آرامي راوله، برحمتک یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! خادم الحرمین شریفین ته د خپل رضایت او خوښۍ د کارونو توفیق ورکړه، او هغه د نېکۍ او تقوا پر لار روان کړه، اې الله! د هغه ځایناستو ته د اسلام او مسلمانانو د خیر او ګټي د کارونو توفیق ورکړه، او د هغوی په وسیله ستا بندګان او ښارونه اصلاح او جوړ کړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! زموږ حدود وساته، او زموږ د لښکرو مرسته وکړه، یا قوي یا عزیز.
 
اې الله! موږ رمضان ته ور ورسوه، اې الله! موږ رمضان ته ور ورسوه، اې الله! موږ رمضان ته ور ورسوه، او موږ ته په رمضان کي د روژو او قیام اللیل توفیق راکړه، موږ ته په رمضان کي د روژو او قیام اللیل توفیق راکړه، او زموږ څخه یې قبول کړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! موږ ستا په رضایت سره ستا له غضبه پناه غواړو، ستا په بخښني سره ستا له عذابه پناه غواړو، او ستا په وسیله ستا څخه پناه غواړو، موږ ستا ثناء او صفت نه سو بیانولای، ستا سره هغه صفت او ستاینه ښايي، کوم چي تا د خپل ځان لپاره کړې ده.
 
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
 
اې الله! په خپلي مهربانۍ سره له ټولو اصحابو، راشده خلیفه ګانو ابو بکر، عمر، عثمان او علي او زموږ څخه هم راضي او خوښ سه, يا ارحم الراحمين.
 
د حرم شریف نوري خطبې
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته